Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي اسیایي سیالیو کې ګډون کوي

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې د ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي د ټایلنډ په کوربه‌توب د بدن ښکلا او فټنس ترسره کېدونکو اسیایي سیالیو کې ګډون کوي.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د ملي لوبډلې شپږ ورزشکاران د ټایلنډ په کوربه‌‌توب د بدن ښکلا او فټنس ۵۷م پړاو اسیايي سیالیو کې ګډون کوي او راتلونکې دوشنبې به یاد هېواد ته ولاړ شي.

سرچینې لیکلي، په دغو سیالیو کې له افغانستانه  نایب مبارز، ویس‌الدین نوري، یاسر سمیر احسان، بیت‌الله جدران، هارون سلطاني او میلاد میرزاده ګډون کوي.

د بدن ښکلا فدراسیون ویلي چې یاد لوبغاړي په دغو سیالیو کې په خپل شخصي لګښت ګډون کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د بدن ښکلا او فټنس ۵۷م پړاو اسیایي سیالۍ به دوه ورځې وروسته د ټایلنډ په کوربه‌توب پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په کابل کې د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه سیالۍ ترسره شوې چې په بېلابېلو وزني کټګوریو کې ۵۴ ورزشکاران د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.