Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست ښار کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې چارې بشپړې شوې

خوست ښار (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): خوست کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې خوست ښار کې د ۲۷ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې رغنيزې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دوی په وینا، دغه پروژه کې چې د ښار په دويمه او درېيمه ناحيه کې پلې شوې ۵۳۰ متره سړک، ۵۷۹ متره لښتي او د ۸ پلچکونو جوړول شامل دي.

د خوست ښاروالۍ تخنيکي او سکتورې آمر انجنیر جاوېد جمشېد پژواک اژانس ته وويل چې ښاروالي په ښار کې د اړتيا له مخې د تفصيلي پلان مطابق رغنيزې پروژې پلې کوي.

نوموړي زیاته کړه، دا پروژه چې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړه شوې، ۲۷ میلیونه لګښت پرې راغلی دی.

د انجينر جاوېد جمشېد په وينا، په ښار کې د ځينو نويو سړکونو د مسير تېرولو او د هغوی د استملاک پروسه هم روانه ده څو د ښاريانو حقوق خوندي او همدا شان ورته ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.

په همدې حال کې د خوست يو شمېر ښاريانو د يادې رغنيزې پروژې پر پلي کېدو خوښي وښوده او له ښاروالۍ يې غوښتنه وکړه چې هغوی ته د اسانتياوو په موخه ورته نورې پروژې هم عملي کړي.

د خوست ښار يوه اوسيدونکي نادرخان پژواک اژانس ته وويل چې په ښار کې د هر نوي سړک په جوړېدو سره ګڼه ګوڼه کمېږي او خلک خپلو چارو ته پر وخت رسېدنه کولی شي.

نوموړي د ښاروالۍ له مسوولينو غوښتنه وکړه څو هغو خلکو ته خپل حقوق ورکړي چې د ښاروالۍ له خوا په ترسره شوو رغنيزو پروژو کې يې خپل ملکيتونه له لاسه ورکړي دي.

د خوست ښار يوه بل اوسېدونکي نصيب خان پژواک اژانس ته وويل چې په خوست ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه ورځ تر بلې ډېرېږي نو ښاروالۍ ته په کار ده چې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

د نوموړي په خبره، په دې سره به له يوې خوا د ښار ښکلا ډېره شي او له بلې خوا به ښاريان هم د تګ راتګ پرمهال له ستونزو سره نه مخ کېږي.

د خوست ښاروالۍ د مسوولينو په وينا، دا مهال د ښار په ځينو برخو کې د ګڼو رغنيزو پروژو چارې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.