Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

چاریکار (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د پروان ولایت په سیاه‌ګرد او کوه‌صافي ولسوالیو کې سېلابونو لسګونه جرېبه کرنیزه ځمکه، څه باندې دوه کیلومتر سړک، د کانالونو ۲۱ سربندونه او دوه کورونه ویجاړ کړي دي.

پروان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د اماده‌ګۍ رییس مولوي عبدالعلیم افضلي وايي دغه سېلابونه د تېرې شپې د ورښت له امله د دغه ولایت د سیاه‌ګرد ولسوالۍ په فندقستان او د کوه‌صافي ولسوالۍ په مندیقول سیمه کې را وتلي دي.

د نوموړي په وینا، د دغو سېلابونو له امله لسګونه جرېبه کرنیزه ځمکه، څه باندې دوه کیلومتر سړک، د کانالونو ۲۱ سربندونه، دوه د استوګنې کورونه او لسګونه مېوه لرونکي او بې‌مېوې ونې له منځه تللې دي.

افضلي زیاته کړه چې دا لومړنۍ شمېرې دي او ښايي ځايي اوسېدونکو ته تر دې ډېر زیانونه اوښتي وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.