Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر ازره کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

پل‌علم (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): د لوګر د ازرې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې تېره ورځ او شپه د د سخت ورښت له امله په دغه ولسوالۍ کې سېلابونه راوتلي چې د مالي زیانونو ترڅنګ یې درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

د ازرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جمعه‌ګل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شپې او ورځې سېلابونو د دې ولسوالۍ په برې چوترې سیمه کې د یوه ځوان ژوند اخیستی او په اکبرخېلو سیمه کې یې دوه تنکي ځوانان ټپیان کړي دي.

هغه زیاته کړه چې دوه کسان د ولسي وګړو په مرسته له سېلاب ژغورل شوي دي.

د ازرې ولسوالۍ بل اوسېدونکي ولي‌خان وویل چې د سېلاب له امله ګڼ شمیر استوګنیز کورونه، جوماتونه، لویې لارې او پلونه ویجاړ او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او فصلونه له‌منځه تللي دي.

هغه له حکومته وغوښتل چې د ازرې ولسوالۍ له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره بېړنې مرستې وکړي.

بلخوا، د لوګر د والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي هم تاییدوي چې تېره ورځ او شپه د سختو وروښتونو له امله سېلابونو په ازره ولسوالۍ کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

صدیقي زیاته کړه چې په دغه ولسوالۍ کې د سېلاب له امله د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نشته، خو د زیانمنو کورنیو سروې یې پیل کړې چې له بشپړېدو وروسته به بېړنۍ مرستې ورته ورسوي.

دغه راز، د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد هم وایي چې په ازره ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله کرنیزو فصلولونو ته سخت زیانونه اوښتي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.