Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسرائیل کې پراخ لاریونونه؛ نتنیاهو دې له حماس سره هوکړه وکړي

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، اسرائيليانو د یوه لاریون په ترڅ کې د اسرائیلو له لومړي وزیر غوښتی چې د جګړې د پای ته رسولو او پاتې بندیانو د خوشې کولو لپاره له حماس سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

دغه لاریون تېره ورځ شوی.

بي‌بي‌سي لیکلي چې لاریونونو کې سلګونه زرو کسانو ګډون کړی و.

د راپور له مخې، تر ټولو لوی لاريون د تل‌ابيب په یوه چوک کې ترسره شو او لاريونوالو ويل چې د بنيامین نتنياهو له خوا د غزې د بشپړ نيولو پلان له حماس سره د پاتې شلو بندیانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

سرچینه لیکي چې لاريونوالو په ټول اسراییل کې يو ورځنی احتجاج وکړ، لارې، سړکونه، پوهنتونونه او دفترونه يې وتړل.

په راپور کې راغلي چې پوليسو شاوخوا ۴۰ کسان نيولي دي.

رویټرز لیکلي چې زرګونو کسانو په لاریون کې برخه واخیسته او له بنیامین نتنیاهو څخه یې وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو او پاتې بندیانو د خوشې کولو لپاره له حماس سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

سرچینه زیاتوي چې لاریون کوونکو سړکونه او لویې لارې هم بندې کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.