Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: هڅه کوم د پوتین او زلنسکي ترمنځ د لیدنې زمینه برابره کړم

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره تر لیده کاته وروسته ويلي چې هڅه کوي د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ د لیدنې زمینه برابره کړي.

غربي رسنيو راپور ورکړی چې د اروپايي هېوادونو مشرانو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ ناسته پای ته ورسېده.

د راپورونو له مخې، له یادې ناستې وروسته ټرمپ ويلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ترمنځ يې د لیدنې ترتیبات پيل کړي دي.

هغه ويلي: «له اروپايي مشرانو سره د ناستو تر پای ته رسېدو وروسته له ولسمشر پوتین سره مې اړيکه ونیوله او د ولسمشر پوتین او ولسمشر زلنسکي ترمنځ مې د لیدنې ترتيب په هغه ځای کې چې وروسته به په ډاګه شي، پیل کړ. د دو ترمنځ له لیدنې وروسته به یوه درې اړخیزه ناسته ولرو چې زما په ګډون به درې ولسمشران په کې ګډون وکړي بیا ټینګار کوم چې دا يو لومړنی ډېر ښه ګام د هغې جګړې پای ته رسولو لپاره دی چې نږدې څلور کاله يې دوام وکړ.»

د امریکا ولسمشر د یادو لیدنو د ترسره کیدو وخت نه دی په ډاګه کړی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.