جلالاباد (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د سرهرود ولسوالۍ اړوند سیمه کې نامعلومو کسانو د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د سرهرود ولسولې د سلطانپور په سیمه کې شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د چاقو په ګوزارنو وژل شوي او په وژل شویو کسانو کې یو سپینږی سړی، یوه ښځه او څلور معصوم ماشومان شامل دي چې درې یې نجونې او یو یې هلک دی.
امنیه قوماندانۍ ډاډ ورکړی ژر تر ژره به د پېښې عاملین ونیول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP