منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې د یوې کورنۍ شپږ غړي نامعلومو کسانو وژلي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۳۱ کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د سره‌رود ولسوالۍ اړوند سیمه کې نامعلومو کسانو د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د سره‌رود ولسولې د سلطان‌پور په سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د چاقو په ګوزارنو وژل شوي او په وژل شویو کسانو کې یو سپین‌ږی سړی، یوه ښځه او څلور معصوم ماشومان شامل دي چې درې یې نجونې او یو یې هلک دی.

امنیه قوماندانۍ ډاډ ورکړی ژر تر ژره به د پېښې عاملین ونیول شي.