مزارشریف (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۴): په بلخ کې سیمهییز مسوولین وايي چې د هېواد د ستر شاعر او لیکوال امیرعلي شېرنوایي کتیبه د مزارشریف ښار د ښکلا او په هغه کې د مثبت بدلون راتلو لپاره په نوې بڼه بیارغول کېږي.
له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه لاس په لاس کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ د امیرعلي شېرنوايي مخکنۍ کتیبه ویجاړوي، دغه اقدام د ټولنیزو رسنیو د یو شمېر کاروونکو غبرګونونه هم راپارولي، خو سیمهییز مسوولین وايي چې دغه کار د بیارغونې په موخه شوی دی.
امیرعلي شېرنوایي د سلطان حسین بایقرا په دربار کې یو نفوذ لرونکی وزیر، شاعر او لیکوال و چې د ۱۴۴۱ کال د فبرورۍ په ۹مه په هرات کې زېږېدلی او د ۱۵۰۱ ميلادي کال د جنورۍ په ۳مه یې په همدغه ښار کې له نړۍ سترګې پټې کړې دي.
هغه پر فارسي او چغتایي ترکي ژبو د شعرونو ویلو له امله د «ذواللسانین» شاعر په نوم یو له سترو ادبي شخصیتونو پېژندل کېږي.
هغه دغه راز د ترکي او فارسي ژبو په لسګونو تلپاتې اثارو سره د دغه فرهنګي ډګر د ژبې او ادب په رامنځته کولو او وده کې هم مهم رول لوبولی او په خپل وخت کې د فرهنګ او پوهې یو له سترو ملاتړو ګڼل کېده.
د مزارشريف ښاروالۍ وياند مصطفی محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مزارشريف ښار د مخابراتو په څلورلاره کې د اميرعلي شېرنوايي د کتیبې د ترميم او او تزئین چارې پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د هېواد د ستر شاعر او لیکوال امیرعلي شېرنوایي کتیبه د مزارشریف ښار د ښکلا او په هغه کې د مثبت بدلون راتلو په موخه په نوي بڼه ترمیم او تزئينېږي.
هغه زیاته کړه چې روان کال د مزارشریف ښاروالۍ له لوري د ښار د ښکلا لپاره څه باندې ۴۰ پروژې پیل شوې دي چې د امیرعلي شېرنوایي کتیبه او د مخدومقلي فراغي زیارت هم پهکې شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP