Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د «فول رزم» غوراوي سيالۍ پيل شوې

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۴): د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وايي چې په کابل کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د «فول رزم» غوراوي سيالۍ پيل شوې چې په پایله کې به یې د کابل منتخبې لوبډلې ته ۱۸ کسان وټاکل شي.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د کابل د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د «فول رزم» ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت له ۱۲ کلبونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د «فول رزم» ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

سرچينې لیکلي، په یادو سياليو کې به ورزشکاران په څلورو سني کټګوريو کوچنیانو، نوو ځوانانو، ځوانانو او لويانو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ وکړي او په پايله کې به يې ۱۸ کسان د کابل ولايت د «فول رزم» منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سيالۍ د کابل منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوې چې يوه ورځ به دوام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.