Language

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۴ کسان ټپیان شوي

پلخمري (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۴): د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د دوشي ولسوالۍ اړوند د «سنک‌سلاخ» ښوونځي سیمه کې د یوه باروړونکي او ۵۸۰ موټرو د ټکر له امله شوې ده.

سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې د دواړو موټرو ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د بغلان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.