Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني ښار کې یو دارالایتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

غزني‌ښار (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۴): په غزني ولایت کې د ۵۵ میلیون افغانیو په لګښت د «اسماء الحسنا» تعلیمي کمپلېکس دارالایتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او د جومات جوړولو چارې یې پيل شوې.

دغه کمپلېکس د غزني د مرکز اړوند سرې کلا سیمه کې د «الخیر» په نوم د یوه ترکي خیریه بنسټ له لوري جوړیږي چې دارالایتام، ښوونځی، مدرسه، پوهنتون، جومات، مېلمستون، د زده‌کوونکو لپاره عصري لیلیه او د درملنې لپاره یو کلینیک په‌کې شامل دي.

دغه علمي مرکز د «اسماء الحسنا» په نوم نومول شوی او د درېیو کلونو به موده کې به یې چارې بشپړې شي.

د یاد کمپلېکس د ودانیزو چارو مسوول محمدخالص ادیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه کمپلېکس د دارالایتام ودانۍ د ۵۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې ۴۸ درسي او استوګنیزې خونې، دوه لوی سالونونه، اشپزخانه، حمامونه او نور اړین ملحقات لري او په یوه وخت د ۵۰۰ یتیمانو د اوسېدو وړتیا لري.

ادیب زیاته کړه، د کمپلېکس د جومات جوړولو چارې چې ۵۰ میلیون افغانۍ لګښت به ولري، هم پیل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

د نوموړي په خبره چې په کمپلېکس د نورو ودانیو کار به هم په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

دی وايي، که څه هم د ټول کمپلېکس جوړولو لګښت تر اوسه نه دی معلوم، خو اټکل کېږي چې ۳۰۰ تر ۳۵۰ میلیونه افغانۍ پورې پرې ولګېږي او زیاتوي چې لګښت یې ټول د «الخیر» بنسټ پر غاړه دی.

د نوموړي په وینا، په دغه کمپلېکس کې به د ښوونځي، مدرسې، دارالایتام او پوهنتون زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي او شاوخوا درې زره زده‌کوونکي او محصلین به په وړیا ډول زده‌کړې په‌کې کوي.

هغه وویل: «دغه مرکز به د هېواد او سیمې په کچه یو ستر ښوونیز مرکز وي.»

د «الخیر» خیریه بنسټ یوه مشر محمد شندیلا وویل، د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې پراخوي.

نوموړي زیاته کړه، د غزني ښار ترڅنګ یې په ګیرو، اندړو او اب‌بند ولسوالیو کې هم د یتیمانو لپاره دارالایتامونه جوړ کړي او په نږدې راتلونکي کې غواړي په زنخان ولسوالۍ کې هم یو دارالایتام جوړ کړي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمدالله نثار پژواک ته وویل، یاد کمپلېکس د ښار په شپږمه ناحیه کې پر ۲۵ جریب ځمکه جوړېږي چې اته ودانۍ لري او رغنیزې چارې به یې د درېیو کلونو په موده کې بشپړې شي.

هغه زیاته کړه، په دغه مرکز کې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د نوموړي په خبره، د مرکز جوړولو موخه په غزني کې د عصري او ديني زده‌کړو ترمنځ د واټن ختمول دي او له دغه مرکزه فارغېدونکی هر کس به د قران حافظ او هم به په عصري زده‌کړو سمبال وي.

دغه راز، د غزني د ښار یوه قومي مخور حاجي اسحاق پژواک ته وویل، له دې وروسته به د غزني خلک اړ نه وي چې د عصري او دیني زده‌کړو لپاره نورو ځایونو ته ولاړ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.