کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۴): د اوړي په ګرمو شپو ورځو کې په داسې حال کې چې ډېری کورنۍ او هټۍوال په فابریکو کې له تولید شوي یخي استفاده کوي خو د دغه یخي د کیفیت او خوندیتوب په اړه ځینې اندېښنې هم شتون لري؛ مسوولین وايي، په کابل کې د یخي د تولید په ډېرو فابریکو کې له زنګ وهلو قالبونو او غیرمعیاري وسایلو کار اخیستل کېږي.
روغتیايي متخصصین هم وايي، که زنګ له قالبه بېل او له یخي سره یوځای شي او د یخي خوړلو له لارې بدن ته داخل شي، د بېلابېلو انتاني او ساري ناروغیو لامل کېدلی شي.
د یخي د تولید معیارونه؛ د اوبو له تصفیې د چاپېریال او کارکوونکو تر پاکوالي
د یخي د تولید یوه معیاري کارخونه باید د محصول د کیفیت د تضمین لپاره پر مناسبو تجهیزاتو سمبال وي او ځانګړي روغتیايي، فني او چاپېریالي اصول مراعات کړي؛ له دې ډلې یو هم د داخلي اوبو پاکولو لپاره د اوبو د تصفیې او فلټر کولو سیستمونو لګول دي. ماشینونه، قالبونه، حوضونه او د ودانۍ دیوالونه باید د زنګ ضد توکو لکه سټنلس سټیل څخه جوړ شوي وي، حرارتي عایق ولري او په اسانۍ د مینځلو وړ وي.
کارکوونکي هم باید د کار پاکې جامې، دستکش، ځانګړې خولۍ او ماسک وکاروي او باید پر ځمکه او ککړو برخو د یخي له اېښودو ډډه وشي.
د خبریالې د سترګو لیدلی حال
د یخي د تولید د دواړو کارخونو دننه برخه کې خاورې او بېنظمۍ وې، د اوبو ذخیروي حوضونه او د کارخونو دیوالونه سمټي او ناپاک وو، د کارکوونکو جامې هم پاکې نه وې، ځانګړی یونیفورم یې نه درلود خو د یوې کارخونې د یخي قالبونو او ان د کارکوونکو جامو زنګ نیولی و.
د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت د خوراکي توکو د علومو د عامه پوهاوي او ظرفیت لوړولو کارپوه انجنیر سیدنعمت حسینیان د یخي له یوې تولیدي کارخونې د لیدنې پر مهال وویل، د خوړو د خوندیتوب عمومي ریاست تر چتر لاندې د خوراکي توکو د خطرونو د تحلیل او سرویلانس ریاست په تېر یوه کال کې په کابل ښار کې د یخي د تولید ۱۵ فعالې فابریکې ارزولې او خپلې موندنې یې ثبت کړې دي.
د نوموړي په وینا، په کابل ښار کې ډېری د یخي د تولید فابریکې لازم معیارونه نهلري، ډېرې یې له زنګ وهلو قالبونو کار اخلي او دغه قالبونه روغتیايي ستونزې رامنځته کوي.
هغه زیاته کړه: «د لابراتوار پایلې له موږ سره شته، د یادو فابریکو په ځينو اوبو کې د درنو فلزاتو شتون تایید شوی او که بدن ته داخل شي، جدي روغتیايي خطرونه رامنځته کولی شي.»
زنګنيونه او د یخي صنعت؛ د عامې روغتیا لپاره یو ستر ګواښ
د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت د (۱۶مه ارزونه – «د یخي جوړولو په صنعت کې د زنګنیونې احتمالي زیانونه او ضررونه») د راپور یوه کاپي له پژواک خبري اژانس سره شریکه کړه.
په راپور کې لیکل شوي چې زنګنیونه په حساسو صنعتونو، په ځانګړې توګه د یخي د تولید فابریکو، د اوبو د تصفیې سیسټمونو او د خوراکي توکو او درملو په صنعت کې ناوړه پایلې درلودلای شي.
سرچینه زیاتوي، د اوسپنې زنګ نه یوازې صنعتي وسایلو او ماشینونو ته زیان رسوي، بلکې د هغه زهري ذرات هوا او اوبو ته هم دننه کېدلای شي؛ دغه خطرناک مواد د څښاک له اوبو، یخي او خوړو سره یو ځای کېدای او د هغو د ککړېدو لامل کېدلای شي. دغه ککړتیاوې د خلکو روغتیا ګواښي او هضمي او میکروبي ناروغۍ رامنځته کوي.
راپور کې دغهراز لیکل شوي، د اوسپنې زنګ په ځینو شرایطو کې د خطرناکو موادو لکه سرب، ارسنیک یا نایتریت سره یوځای کېدای او زهري او سرطاني مواد جوړولای شي. که دغه مواد د ککړو اوبو یا یخي له لارې د انسان بدن ته داخل شي، جدي ناروغۍ رامنځته کولای شي.
سرچینې لیکلي: «مطالعې ښيي چې په بدن کې د فلزي اکسایدونو دوامداره تجمع کېدای شي د عصبي او ادراکي اختلالاتو، د پښتورګو د ستونزو، د ځیګر او هاضمې سیستم د زیانمېندا او د سرطان د ناروغۍ د زیاتوالي لامل شي.»
ورته مهال، د وزیر محمد اکبرخان روغتون د داخلي ناروغیو متخصص ډاکتر سید فریدشاه رفیعي پژواک ته وویل، که د یخي له قالبونو زنګ جلا شي او له یخي سره یوځای شي او د یخ له لارې بدن ته داخل شي، د بېلابېلو انتاني او ساري ناروغیو لامل کېدای شي.
د هغه په وینا، که زنګ له ځینو خطرناکو فلزونو لکه سیس یا ورته نور موادو سره چې په ځینو لوښو کې موجود وي، یوځای شي، د روغتیا لپاره ډېر زیان رسوي او ان د انسان ژوند له خطر سره مخ کولای شي.
هغه وايي: «موږ ځینې وخت په روغتون کې له داسې ناروغانو سره مخ شوي یو چې د یخي، په ځانګړې توګه د هغو یخونو له خوړولو وروسته چې په زنګ وهلو قالبونو کې جوړ شوي، د هاضمي په ستونزو او انتاني ناروغیو اخته شوي دي.»
د یخي جوړولو په فابریکو کې د روغتیايي معیارونو ښهوالي لپاره د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې
د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت د خوړو د موادو د څار او سروې کارپوه صفیالله عالمیار د یخي له فابریکو څخه د لیدنې پر مهال وویل: «موږ د یخي د تولید فابریکو ته سپارښتنه وکړه چې د اوبو د تصفیې ماشینونه نصب کړي، زنګ وهلي قالبونه بدل کړي، له منظمو کاري جامو او ځانګړو بوټانو استفاده وکړي او د فابریکې دننه د حفظالصحې اصول په جدي توګه رعایت کړي.»
هغه ټینګار وکړ چې په مرطویو ځایونو کې باید فلزي تجهیزات په سمه توګه وکتل شي او له فلزي زراتو د پاکوالي په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره باید د اوبو او یخي د کیفیت ارزونه وشي.

د تولیدي یخي د استفاده کوونکو نظرونه
احمدبصیر چې د کابل ښار خیرخانه کې د لیمو اوبه پلوري وايي:«له دې یخي چندان خوښ نه یم له دې امله چې اوبه یې تروشې دي، خوږې اوبه ښې وي، یخی په ترموز کې اچوم، په اخر کې بیخي خټ وي او د خرڅولو وړ نه دی.»
هغه وویل: «د یخي د پاکوالي په اړه که څه هم ترې استفاده کوم، ډاډه نه یم؛ ځکه کارخانه لرونکي سم نظافت نه مراعاتوي.»
هغه د یخي جوړولو له کارخونو لرونکو وغوښتل چې د یخي جوړولو لپاره له پاکو او خوږو اوبو استفاده وکړي او نظافت په کلکه مراعات کړي.
دغهراز، د کابل ښار په شهرنو کې یو هټۍ لرونکی نذیراحمد وايي د ورځې څلور کوندې یخ مصرفوي، یو شرکت یې ورته راوړي او له پاکوالي یې ډاډه نه دی.
هغه زیاته کړه: «قالبونه یې چې وینو بیخي ښه نه دي، نظافت نه مراعاتوي، قالبونه یې ډېر زنګ وهلي دي او نه یې پاکوي او له پاکو اوبو استفاده نه کوي، اوس خو د برق پرچوي هم زیاته ده، ډېری کورنۍ یخ استفاده کوي چې ستونزې رامنځته کوي، خلک ناروغان کېږي، د یخ ناپاکوالی د کور په اوبو کې ښه معلومیږي.»
هغه په جدي توګه د یخي جوړولو کارخونو د کنټرول غوښتنه وکړه او د هغه له مالکینو یې وغوښتل چې له پاکو اوبو استفاده وکړي او د نظافت مراعاتولو برخه کې هم جدي پاملرنه وکړي.
د کارخانهلرونکو ځواب
کابل ښار کې د یخي جوړولو د یوې کارخونې مسوول پژواک ته وویل: «باید پر قالبونو د مالګې اوبه ووهل شي څو د قالب بیرون یخ ونه وهي او داخل یې یخ ووهي، د مالګې د تروشوالي له امله چې هر کار وکړو، د قالب د باندې برخه زنګ وهي، هیڅ امکان نه لري چې زنګ یې ونه وهي، موږ د پاکوالي په برخه کې ډېره پاملرنه کوو.»
سرچینې زیاته کړه، که قالبونه یې زنګ ووهي، بدلوي یې او اجازه نه ورکوي چې زنګ یخي ته ورسېږي.
هغه وویل: «عامې روغتیا وزارت موږ ته ویلي چې دکارخانې پاکوالي ته پاملرنه وکړو، فلتر نصب شي، قابلونه زنګ ونه وهي، ځکه چې د خلکو روغتیا ته زیان رسوي.»
خو په کابل ښار کې د یخي د تولید د بلې کارخونکې مسوول وویل قالبونه یې زنګ نه لري، خو د اوبو له فلتره چې لګولی یې دی، استفاده نه کوي؛ ځکه چې هغه به وروسته فعال او استفاده به ترې وکړي.»
نوموړي زیاته کړه چې تېر کال هم عامې روغتیا وزارت ورته سپارښتنه کړې وه او دوی خپل زنګوهلي قالبونه بدل کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP