Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال په جوزجان کې ۵۰۰ شنې خونې د څاڅکي اوبولګولو پر سیسټم سمبالې شوې دي

شبرغان (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۴): د جوزجان د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه‌ ولایت کې ۵۰۰ شنې خونې د څاڅکي اوبولګولو پر سیستم سمبالې شوې؛ یو شمېر کروندګر د دغه کار هرکلی کوي او وايي، حاصلات یې څو برابره ډېر شوي دي.

د ځمکې اقلیمي وضعیت په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دی؛ د ځمکې تودوخه په ځینو سیمو کې د وچکالۍ، خو په ځینو کې بیا د سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو لامل کېږي.

د څاڅکي اوبولګولو سیسټم

د چارو پوهان وایي، د دغه سیسټم په وسیله اوبه د پایپونو او څاڅکي‌څڅوونکو له لارې یوازې د ونو او بوټو ريښو ته ورځي او په لږو اوبو ډېرې کروندې خړوبېدای شي او ښه حاصل ورکوي.

د څاڅکي اوبولګولو سیسټم له لارې د اوبو سپما او د حاصلاتو ډېروالي برخه کې د جوزجان د کروندګرو بریالۍ پایله

د شبرغان ښار د «بابه‌علي» کلي یو ۳۷ کلن کروندګر امان‌الله په مسکا کولو سره وویل: «پخوا به زموږ ځمکې وروسته له اوبو کولو تږې پاتې کېدې او حاصلات کم وو، خو له کله راهیسې مو چې د څاڅکي اوبولګولو سیسټم فعال کړی، د سږ کال حاصلات تقریباْ دوه چنده شوي دي.»

امان‌الله چه څه باندې ۲۸ کاله د کرنې برخه کې فعالیت لري، سږ کال یې خپلې ۲۰ جریب ځمکې د څاڅکي اوبولګولو سیسټم جوړ کړی او له پایلو یې راضي دی.

هغه زیاته کړه: «د څاڅکي سیسټم زموږ لپاره ډېره اسانتیا رامنځته کړې. د لږو اوبو په مصرف سره مو وکولای شول خپلې ځمکې خړوبې او شنې کړو؛ پخوا د اوبو له ډېر کمښت سره مخ وو، حاصلات به وچېدل یا به له‌منځه تلل، سږ کال مو په دې ځمکو کې غنم، کونځلې، هندواڼې او خټکي وکرل، ان ځیني محصولات مو د شبرغان بازار ته عرضه کړل، ښه ګټه مو هم په‌کې وکړه.»

هغه نورو کروندګرو ته سپارښتنه کوي چې د اوبو د ضیاع مخنیوي لپاره دې د اوبوکولو له مډرنه سیستم څخه ګټه واخلي او له دولت او له مرسته‌رسوونکو بنسټونو څخه غواړي چې کروندګرو ته پرمختللي کرنیز تجهیزات او ماشینونه ورکړي څو د حاصلاتو د څو چنده کېدو زمینه برابره شي.

ورته مهال، شبرغان ښار کې د «اته‌خواجه» کلي یو کروندګر عبدالغفار هم ورته تجربه لري. هغه په دې اړه وايي: «لومړیو کې مې فکر کاوه چې دا سیستم ډېر لګښت لري او پیچلی دی خو اوس وینم چې د اوبو مصرف کم شوی او کار مو هم اسانه شوی او راتلونکي ته هیله‌من شوي یوو.»

عبدالغفار خپلې لس جریب ځمکې ته د څاڅکي اوبولګولو سیسټم جوړ کړی چې غنم، هندواڼې، خټکي، رومي بانجان او بینډۍ پرې کرلي دي.

هغه له خپلو حاصلاتو او په بازار کې یې له پلوره  رضایت څرګندوي او له دولته غواړي چې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي کودونه پر وخت کروندګرو ته ورکړي څو په راتلونکو کلونو کې هم په کرنه کې د پرمختګ او کیفیت شاهدان واوسي.

دغه‌راز، د شاه‌مراد په نوم بل کروندګر چې خپله ۱۵ جریب ځمکه د څاڅکي اوبولګولو سیسټم له لارې اوبه کوي وايي: «زه له سږني حاصلاتو ډېر خوښ یم، دغه سیسټم نه یوازې د اوبو په مصرف کې سپما کړې، بلکه د محصولاتو کیفیت هم ورسره ښه شوی دی.»

هغه هم د نورو کروندګرو په څېر له دولت او اړوندو بنسټونو غوښتنه کوي څو له دوی سره د عصري کرنیزو ماشینونو او وسایلو مرسته وکړي څو وکولای شي په کم وخت کې ډېر او باکیفیته محصولات تولید کړي.

شاه‌مراد زیاتوي: «که عصري امکانات او تجهیزات موږ ته راکړل شي، په هېواد کې به کرنه وده وکړي او د خلکو ژوند به هم ښه شي.»

د کرنیزو چارو کارپوه: د اوبولګولو عصري سیستمونه د حاصلاتو ډېرېدو او د اوبو سپما لپاره غوره لار

په جوزجان کې د کرنیزو چارو کارپوه محمدرسول سرداش وايي، د څاڅکي اوبولګولو سیسټم او عصري کرنه د حاصلاتو ‌ډېرېدو او د اوبو د سپما اغېزناکې لارې دي.

نوموړي زیاته کړه: «که کروندګر له یادو سیسټمونو کار واخلي، کولای شي په کمو اوبو ډېر او باکیفیته حاصلات تولید کړي.»

د هغه په وینا، دغه‌راز یادې لارې چارې په وچکالیو کې د تازه او بېلابېلو محصولاتو د تولید زمینه برابروي او د دې لامل ګرځي چې هېواد د کرنې برخه کې ځان بسیاینې ته لا نږدې شي.

هغه وړاندیز وکړ چې د جوزجان د کرنې او مالدارۍ ریاست دې له مرسته‌کوونکو موسسو سره په همغږۍ د یاد سیسټم د ترویج او کروندګرو روزلو برخو کې خپل پروګرامونه پراخ کړي.

یو مسوول: سږ کال په جوزجان کې ۵۰۰ شنې خونې د څاڅکي اوبولګولو پر سیسټم سمبال شوې دي

د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر رستم کریمي پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې پرله‌پسې وچکالیو او د اوبو سرچینو کمښت ته په پام کروندګر په وروستیو کلونو کې تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.

د هغه په وینا، د کرنې ریاست له همکارو موسسو سره په همغږۍ د یاد ولایت په کلیو، ولسوالیو او مرکز کې د څاڅکي اوبولګولو د سیسټم ترویجول پیل کړي دي.

د کریمي معلوماتو له مخې، روان کال ۵۰۰ شنې خونې د څاڅکي اوبولګولو پر سیسټم سمبال شوې، دغه اقدام د اوبو مصرف کمېدو، له ضایعاتو مخنیوي او ورته مهال د ډېر او باکیفیته کرنیزو محصولاتو په تولید کې مرسته کوي.

هغه دغه‌راز څرګنده کړه چې د کروندګرو پوهاوي او روزلو لپاره یې پراخ پروګرامونه پیل کړي څو د اوبو کمښت ستونزې رسېدو او د اوبو سرچینو له مدیریت سره اشنايي پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په افغانستان کې ډېری کرنیزې ځمکې په دودیز ډول اوبه کېږي او ډېر کم شمېر خلک د څاڅکي اوبولګولو له سیسټمه کار اخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.