کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اعلان کړی چې د یوې سروې له مخې، د افغانستان په کلیوالي سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې د نجونو له زدهکړو ملاتړ کوي او په ښاري سیمو کې بیا د دواړو جنسونو له خوا دغه ملاتړ ۹۵ سلنه دی.
دغه بنسټ لیکلي چې په سروې کې څه باندې دوه زره افغانانو ګډون کړی او «۹۲ سلنو» ویلي چې د نجونو زدهکړې «مهمې» دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي چې نجونې له زدهکړو سره ډېره لېوالتیا لري او کورنۍ یې هم د خپلو لوڼو پر زدهکړو ټینګار کوي.
سرچینې لیکلي، د ۲۰۲۵ کال په جولای او اګسټ میاشتو کې د یاد بنسټ د یوې بېلې ټيلېفوني سروې له مخې، په هغو سیمو کې چې راپور ورکړل شوی، په موسسو کې د ښځو پر کار بندیز پلی کېږي، ۹۷ سلنه ځواب ورکوونکو ښځو ویلي چې دغه بندیز د دوی پر ورځني ژوند منفي اغېز کړي دی.
دغهراز په راپور کې راغلي، اوس په افغانستان کې له نیمايي ډېر غیردولتي سازمانونه راپور ورکوي چې یاد بندیز ښځو او نجونو ته د حیاتي خدمتونو رسولو لپاره د هغوی لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په راپور کې ویل شوي چې ۴۰ سلنه افغان ښځې اوس هم د داسې راتلونکي په تمه دي چې په کې د «بدلون او برابرۍ» امکان شته.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP