Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د لاسي بم د چاودنې له امله یوه ځوان ژوند له لاسه ورکړی

غزني ښار (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د غزني امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه لاسي بم د چاودنې له امله یوه ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د قره باغ ولسوالۍ په باران‌قلعه کلي کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ځوان دغه لاسي بم موندلې وو او بیا یې په لرګي وهلی چې چاودنه یې پرې کړې او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د یاودنې ده چې تر دې مخکې هم په غزني ولایت کې د زړو مرمیو د چاودنو له امله خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.