Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران د افغانستان په ختیځ کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتووالی وښود

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه د دغه هېواد په ختیځ کې د زورورې زلزلې له امله د مړه شوو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له ټپیانو سره د مرستې او ژغورنې برخه کې یې د هر ډول مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تېرې شپې زلزلې له امله په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې ۶۲۲ کسان وژل شوي، ۱۵۵۵ نور ټپیان او ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په لغمان کې هم ۸۰ کسان ټپیان شوي دي.

په کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان په ختیځ کې له ۶.۰ درجې زلزلې وروسته له دغه هېواد سره مرستې ته چمتو دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د افغانستان له شریفو خلکو، په ځانګړې توګه د دغه هېواد په ختیځ کې په کونړ، نورستان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د زلزلې له امله د مړه شوو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي، د ټپیانو او د پېښې زیانمنو کسانو لپاره له الله (ج) څخه د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.»

سرچینې زیاته کړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د زلزلې شدت ته په اشاره ویلي چې هېواد یې له له قربانیانو سره د مرستې او ژغورنې برخه کې د افغانستان له حکومت سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې هم د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې ټیمونه یې د بېړنیو مرستو رسولو لپاره سیمې ته استول شوي دي. جاپان او ترکیې هم د دې مرګونې پېښې له قربانیانو سره خپله غمرازي ښودلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.