Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ختيځ کې د زلزلې د مړو شمېر ۱۱۲۴ او د ټپيانو ۳۲۵۱  ته ورسېد

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۴): د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، د هېواد په ختیځ کې د وړمې شپې په مرګونې زلزله کې د مړه شوو کسانو شمېر ۱۱۲۴ او د ټپيانو ۳۲۵۱ ته رسېدلی او له اته زره ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

افغاني سرې مياشتې ټولنې دغه څرګندونې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه په یوه خبرپاڼه کې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې نن هم تر اوسه په سيمه کې د ژغورنې عملیات روان دي.

دغه زلزله چې وړمه شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.