Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې یوه راستانه شوي افغان د مسو ویلي کولو کارخونه جوړه کړې ده

شبرغان (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۴): له ایرانه یوه راستون شوي افغان چې د جوزجان په شبرغان ښار کې یې د مسو ویلي کولو یوې کارخونې جوړولو له لارې لسو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وايي، که ملاتړ یې وشي، لسګونه نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابرولای شي.

اسدالله حسیني چې په ایران کې له څو کلونو ژوند وروسته تازه هېواد ته راستون شوی، په شبرغان ښار کې یې د مسو ویلي کولو یوه فابریکه جوړه کړې ده.

نوموړي د تېرې چهارشنبه ورځ د فابریکې د پرانيستې مراسمو کې وویل چې په ایران کې یې د مسو ویلي کولو په فابریکو کې کار کړی، په دې برخه کې کافي تجربه لري او کله چې هېواد ته راستون شو، پرېکړه یې وکړه چې په همدې برخه کې پانګونه وکړي.

حسیني په یادې فابریکه کې چې د اووه میلیون افغانیو په پانګونه یې جوړه کړې، لسو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. هغه وايي، که حکومت یې ملاتړ وکړي، کار ته به پراختیا ورکړي او د دغه ولایت نورو خلکو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، فابریکه هره ورځ د پنځه ټنه خامو مسو ویلي کولو ظرفیت لري خو که کاروبار یې پراخ شي، دا ظرفیت به نور هم لوړ شي.

حسیني د کډوالۍ ستونزو ته په اشاره وویل: «په ګاونډي هېواد کې له ډېرو ستونزو او محدودیتونو سره مخ وم، نه مې شو کولای خپل اقتصادي فعالیتونه په سمه توګه مخې ته بوځم.»

هغه وویل چې د شرایطو له څېړلو وروسته یې پرېکړه وکړه چې خپل هېواد ته راستون شي او په کور دننه پانګونه وکړي څو هم خپله پرمختګ وکړي او هم د خلکو لپاره د کار زمینه برابره شي.

ورته مهال، د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ريیس مولوي نیازمحمد تواب د یادې فابریکې د پرانيستې په مراسمو کې وویل چې دغه ریاست په بېلابېلو برخو کې د ټولو پانګه‌وال ملاتړ کوي.

نوموړي څرګنده کړه، جوزجان کې د انرژۍ سرچینو او عمومي امنیت ته د لاسرسي له امله د صنعت د ودې او د کورنیو او بهرنيو پانګونو د جذب لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.

بلخوا، یو شمېر صنعت‌کارانو او سوداګرو له نورو پانګه‌والو وغوښتل چې د ملي مسوولیت په درک کولو سره د هېواد د ابادۍ لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي څو د ځوانانو لپاره د کار ډېر فرصتونه رامنځته شي.

هغه کسان چې په یاده فابریکه کې د کار زمینه ورته برابره شوې، خوښ دي.

په یاده فابریکه کې یو کارګر حمدالله پژواک ته وویل: «زه مخکې له دې بېکاره وم او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وم، شبرغان ښار کې د یوه ثابت کار پیدا کول اسان کار نه ‌دی، اوس چې په دې فابریکه کې د کار زمینه راته برابره شوې، ډېر خوښ یم.»

هغه زیاته کړه: «په یاده فابریکه کې په کار کولو سره نه یوازې د خپلې کورنۍ لپاره مې د عاید یوه ډاډه سرچینه پيدا کړې، بلکې احساسوم د خپل هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې ونډه اخلم. دلته مې زده کړل چې د مسو ویلي کولو له دستګاوو سره څرنګه کار وکړم او داسې مهارتونه مې زده کړي چې په راتلونکي کې به زما په درد وخوري.»

ورته مهال، د شبرغان ښار یو بل اوسېدونکی اجمل هم له دې چې په یاده فابریکه کې پر کار ګومارل شوی، خوښ دی.

هغه وايي: «مخکې له دې اړ وم د کار پیدا کولو لپاره نورو ښارونو ته لاړ شم، ډېری وخت به خالي لاس راګرځېدم، پنځه کاله په ترکیه کې مهاجر وم، د کورنۍ لري‌والی راته سخت تمامېده.»

هغه چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازېنی سرپرست دی وايي: «خو اوس خوشاله یم چې په خپل ولایت کې او خپلې کورنۍ ته نږدې کار کوم، په دې فابریکه کې کاري شرایط ښه دي او موږ شپه او ورځ کوښښ کوو څو باکیفیته تولیدات وړاندې کړو.»

په دغه ولایت د اقتصادي چارو یو کارپوه او د پوهنتون استاد ابوریحان انتظار د یادې تولیدي فابریکې له جوړېدو ستاینه وکړه او هغه یې د هېواد د پرمختګ او بېکاري کمېدو پر لور یو ښه ګام وباله.

هغه وویل: «د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د داسې فابریکو جوړول یو ډېر ارزښتناک او ستراتیژيک ګام دی. موږ یو داسې هېواد یو چې بډایه طبیعي سرچینې لرو، د مسو ویلي کولو برخه کې د ښاغلي حسيني پانګونه نه یوازې دا چې په سیمه‌ییزه کچه یو اقتصادي حرکت دی، بلکې دا یو عملي بېلګه هم ده چې څرنګه کولای شو د هېواد دننه د ارزښت ځنځیر بشپړ کړو.»

نوموړي څرکنده کړه، یاده فابریکه د دې ظرفیت لري چې په تدریج سره په راتلونکي کې د ټیټې کچې صنعتونه لکه د سیم او برقي تجهیزاتو تولیدات هم ولري.

هغه زیاته کړه: «که حکومت له داسې نوښتونو ملاتړ وکړي او د ورته پانګونو لپاره د لا ډېرې ودې زمینه برابره کړي، له شک پرته به موږ د وارداتو د کمېدو، ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو ډېرېدو او د ناخالصو کورنیو تولیداتو د ودې شاهد و اوسو.»

د ویلو ده چې په وروستیو څلورو کلونو کې جوزجان کې کوچنۍ او سترې پانګونې ډېرې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.