کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي چې ملګرو ملتونو تر اوسه د هېواد په ختیځ ولایتونو کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره پنځه میلیون امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.
یوناما نن (چهارشنبه) پر خپله فېسبوکپاڼه د اعلامیې په خپرولو ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شوو کورنیو د ملاتړ لپاره خپلې ټولې هلې ځلې کوي خو اوسنۍ مالي سرچینې د زیانمنو شوو د اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.
په اعلامیه کې راغلي: «تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو له لوري په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره پنځه میلیون امریکايي ډالر ځانګړي شوي او د څه باندې ۱۴۰۰ کسانو مړینې ته په کتو، لا ډېرو مرستو ته بیړنۍ اړتیا ده.»
په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش له قوله ویل شوي چې هغه دغه بشري ناورین ته د سملاسي او موثرې رسېدنې لپاره د لا زیاتو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.
هغه زیاته کړې: «ملګري ملتونه او په افغانستان کې یې شریکان د بیړنیو مرستو وړاندې کولو ته چمتو دي او د ملګرو ملتونو له بیړني صندوق څخه پنځه میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.»
د یادولو ده چې چین، ایران، هند، ترکیې او د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره نغدي او د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې کړې او اروپايي ټولنې هم اعلان کړی چې له زلزلهځپلو سره یو میلیون یورو بېړنۍ او د ۱۳۰ ټنه مرستندویه توکو مرسته کوي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د معلوماتو له مخې، د کونړ په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پېچدره او وټهپور ولسوالیو او مرکز اسعداباد کې تر دې مهاله د شهيدانو مجموعي شمېر۱۴۱۱ او د ټپیانو ۳۱۲۴ ته رسېدلی دی.
هغه وایي چې د تخريب شوو کورونو شمېر تر ۵۴۱۲ پورې رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP