کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۴): د ډنمارک د کډوالو شورا مشرې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان ختيځ ته یې بېړنۍ مرستې لېږلې او د م.م امنیت شورا غونډې په څنډه کې به د افغان کډوالو ستونزې تر اړوندو هېوادونو ورسوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د ډنمارک د کډوالو شورا مشرې شارلوټ سلنټه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله خپله غمشریکي ښودلې او ویلي یې دي چې د ډنمارک د کډوالو شورا خپلې بېړنۍ مرستې د افغانستان ختيځ ته لېږلې او همکاران یې له اسلامي امارت سره په همغږۍ کار کوي.
د روانې اونۍ د تېرې دوشنبې په شپه زلزلې د هېواد په ختیځو ولایتونو، په تېره بیا په کونړ کې درانه زیانونه واړول.
چارواکي وایي چې په کونړ کې د زلزلې له امله تر تېرې ورځې د شهیدانو شمېر ۱۴۵۷، د ټپیانو ۳۳۹۴ او د ویجاړ شوو کورونو شمېر ۶۷۸۲ ثبت شوی، خو اوس دغه شمېرې لوړې شوې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکي، د ډنمارک د کډوالو شورا مشرې په جبري ډول له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو راایستل د اندېښنې وړ بللي او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه به له پاکستاني او ایراني چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې به د افغان کډوالو ستونزې تر اړوندو هېوادونو ورسوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په یاده لیدنه کې ویلي چې د زلزلې له امله بیځایه شوي کسان بېړنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستو ته اړتیا لري او اسلامي امارت یوې موظفې کمېټې ته دنده سپارلې څو مرستې په ښه ډول تنظیم او اغېزمنو ته یې ورسوي.
هغه بیځایه شوو ته پر نغدي مرستو او د هغوی د کورونو پر بیارغونه ټينګار کړی او یادونه یې کړې چې نړۍوال بنسټونه دې له بیځایه شوو سره خپلې مرستې نه سپموي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت راستنو شوو ته د کارموندنې هڅې کوي او د کډوالۍ د دایمي حل لپاره لاس په کار دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تېرې زمري میاشتې په ۸مه ويلي وو، یوازې په تېرو درېيو مياشتو کې نږدې دوه میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۱.۸ میلیونه یې په جبري توګه راايستل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP