Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نثاراحمد قاضي‌خاني د امریکا کيک‌بوکسینګ سیالیو کې خپل ټایلندي سیال ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): افغان ورزشکار نثاراحمد قاضي‌خاني د «AllFight Night» نړۍوالو سیالیو کې خپل ټایلنډي سیال ته ماته ورکړه.

نثاراحمد قاضي‌خاني د پژواک خبري ژانس خبریال ته وویل، د کیک‌بوکسینګ نړۍوالو سیالیو کې چې تېره شپه په متحده ایالتونو کې ترسره شوې، وتوانېد خپل ټایلنډي سیال ماته ورکړي.

هغه زیاته کړه، دا بریا د افغانستان ټولو خلکو ته ډالۍ کوي او هڅه به وکړي چې په راتلونکي کې نورې لاسته‌راوړنې هم ولري.

قاضي‌خاني له دې مخکې څلور سیالۍ ترسره کړې چې درې یې ګټلې او یوه یې بایللې ده. نوموړي په خپله تېره سیالۍ کې هم چې د امریکا د یوه ستر ورزشي سازمان د کیک‌بوکسینګ برخې اړوند وه، د سرو زرو مډال ګټلی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.