ژبه

نثاراحمد قاضي‌خاني د امریکا کيک‌بوکسینګ سیالیو کې خپل ټایلندي سیال ته ماته ورکړه

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): افغان ورزشکار نثاراحمد قاضي‌خاني د «AllFight Night» نړۍوالو سیالیو کې خپل ټایلنډي سیال ته ماته ورکړه.</p>

<p style="text-align: justify;">نثاراحمد قاضي‌خاني د پژواک خبري ژانس خبریال ته وویل، د کیک‌بوکسینګ نړۍوالو سیالیو کې چې تېره شپه په متحده ایالتونو کې ترسره شوې، وتوانېد خپل ټایلنډي سیال ماته ورکړي.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه زیاته کړه، دا بریا د افغانستان ټولو خلکو ته ډالۍ کوي او هڅه به وکړي چې په راتلونکي کې نورې لاسته‌راوړنې هم ولري.</p>

<p style="text-align: justify;">قاضي‌خاني له دې مخکې څلور سیالۍ ترسره کړې چې درې یې ګټلې او یوه یې بایللې ده. نوموړي په خپله تېره سیالۍ کې هم چې د امریکا د یوه ستر ورزشي سازمان د کیک‌بوکسینګ برخې اړوند وه، د سرو زرو مډال ګټلی و.</p>