Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د غلا په تور شپږ کسان نیول شوي

هرات (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): امنیتي مسوولین وايي چې د هرات ښار اوومې امنیتي حوزې  مربوطاتو کې د وسله‌والو غلو یوه شپږکسیزه ډله نیول شوې ده.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌نبي نبي‌زاده د یاد مطلب بیانولو ترڅنګ وايي، دغه عملیات د اوومې امنیتي حوزې د پرسونل له خوا ترسره شوي او پر مهال یې د یوې ډلې شپږ غړي چې په ښار کې له خلکو د موبایلونو او وسایطو په غلا تورن وو، نیول شوي دي.

نبي‌زاده زیاتوي، له یادو کسانو یو میل اېم – ۱۶ ټوپک، یو موټر او څو غلا شوي موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.

د هغه په وینا، یادو کسانو مخکې هم څو ځلې غلاوې کړې وې.

مسوولین وايي چې نیول شوي کسان اوسمهال د امنیتي ځواکونو تر نظارت لاندې دي او د څېړنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.