نیلي (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلونونو او نه پاملرنې له امله د دایکنډي د غرونو ځنګلونه او څرځایونه له منځه تللي او وچ شوي، خو په دغه ولایت کې د چاپېریالساتنې برخې یوه فعال د «زرغون راتلونکي» تر نامه لاندې کمپاین پیل کړی او هڅه کوي دغه غرونه بېرته زرغونه کړي.
د دایکنډي د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکی او د چاپېریالساتنې فعال ۳۴ کلن حبیبالله نجفيزاده د ۲۰۲۵ میلادي کال د اپرېل له ۱۰مې راهیسې د چاپېریالساتنې برخه کې فعالیتونه پیل کړي دي؛ د هغه لومړی ګام په عامه ځایونو کې د پلاستیکونو کارولو د پایلو په اړه د پوهاوي ورکول وو.
هغه له تېرو دوو میاشتو راهیسې د «زرغون راتلونکي» په نوم د کمپاین په پیلولو سره د دایکنډي په دښتو او غرونو کې د بادام او نورې بومي ونې ږدي. هغه وايي چې دغه کار یوازې یو شخصي حرکت نه دی، بلکې یوه علمي او بومي طرحه ده چې د کرنې او چاپېریالساتنې له متخصصینو سره په مشوره یې پیل کړې ده.
د چاپېریالساتنې برخې دغه فعال ځوان پر دې باور دی چې د غرنیو ځنګلونو له منځه تلل نه یوازې د طبیعت بڼه بدلوي، بلکې د خلکو ژوند هم ګواښي.
هغه وويل: «زه پخپله د چاپېريال د تخریب له زیانمنونکو یم؛ زما د پلار او د ګاونډيانو ځمکې د يوې درې په لاندنۍ برخه کې وې چې يو وخت په ځنګلونو، او کروندو پوښلې وې او شنه څرځایونه یې درلودل، خو د ځنګلونو د وهلو او د څرځايونو په له منځه تلو سره سخت سېلابونه راغلل، ځمکې يې ويجاړې کړې او غرونه یې له جدي تخريب سره مخ کړل؛ دغه وضعیت مې ان د ښوونځي له دورې ښه درک کاوه.»
هغه چې د سیاسي علومو برخه کې یې زدهکړې کړې، له فراغت وروسته او د هلمند، کندهار، فاریاب، جوزجان، غور، بامیان، بغلان او هرات په ګډون د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته له سفر کولو وروسته یې د دې ستونزې ژوروالی نور هم درک کړی او ویې ویل: «ومې لیدل چې په غرونو کې بوټي له منځه تللي او اوبه یې وچې شوې، ځنګلونه له منځه تللي، خاورو او دوړو د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی. اقلیمي بدلون د ژوند پر ټولو اړخونو ویجاړوونکي اغېزې پرېیښې او موږ هر یو په جلا توګه رنځ، بېوزلۍ او د اوبو کمښت زغمو.»
نجفيزاده ټینګار کوي: «همدغو لاملونو وهڅولم څو د چاپېریالساتنې لپاره د سالم او زرغون چاپېریال رامنځته کولو په موخه د زرغون راتلونکي کمپاین او نور پروګرامونه پیل کړم.»
هغه پر دې باور دی چې اوس د دې وخت رارسېدلی څو خلک په «یوه غږ» د یادې ګډې ستونزې پر وړاندې ودرېږي. د هغه په خبره، د غرنیو ځنګلونو او څرځایونو بیا احیا، د پلاستیکونو کارولو پر وړاندې مبارزه، د اوبو سم مدیریت او زرغونې او نوي کېدونکي انرژۍ ته پاملرنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.
اوس نجفيزاده د دغه کمپاین په پیلولو سره خلک د غرنیو مېوهلرونکو او بېمېوې ونو اېښودو ته هڅوي.
هغه د خپلو فعالیتونو موخه د غرنیو ځنګلونو او څرځایونو بيا احیا او زرغونې ساحې رامنځته کول د محلي غرونو د ونو او په غرونو کې د څرځایونو د له منځته تلو مخنيوي لپاره یوازېنۍ لار بولي او باور لري چې دغه کار کولای شي د خاورې له کاره لوېدو مخنیوی وکړي او د طبيعي پېښو د کمښت لامل شي.
هغه وايي چې د دایکنډي خاوره د غرنیو ونو لکه د بادامو، خنجک، انځر، تاخوم، ګورګورو، ارغوان او نورو د ودې لپاره مناسبه ده او اوبولو ته اړتیا نه لري او د دایکنډي په ځینو برخو کې محدود شمېر دغه ونې لا هم پاتې دي.
له ډایکنډي ور هاخوا
د چاپېریال ساتنې برخې یاد فعال وايي چې د «زرغون راتلونکي» کمپاین د دایکنډي د کیتي ولسوالۍ د کیسو سیمې څخه د غرنۍ ونو د تخمونو او دانو په پېرلو پیل کړی او هغه یې په غرونو کې کرلي دي.
یاد کمپاین یوازې دایکنډي پورې محدود نهدی او اوس د خاورې او اقلیم ورتهوالي له امله اروزګان، غزني، میدانوردګ، پروان، بامیان او غور ولایتونو ته یې هم پراختیا موندلې ده.
هغه دغهراز وویل: «زموږ د کار طریقه داسې ده چې زه او د رضاکارانو ډله د ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې زرغونه دایره همغږي کوي، تخمونه په رضاکارانه ډول تبادله کوو او خلکو ته یې رسوو. د بېلګې په ډول یو کس غرني کې بادام پیري موږ ته یې راکوي او موږ یې د اوو ولایتونو بېلابېلو سیمو ته وېشو. یا څوک د تخم او ټرانسپورټ لګښت ورکوي او زموږ رضاکاران هر ځای چې تخم او دانې ته لاسرسی لري، هغه پیدا کوو او پرته له کومې ګټې یې مقصد ته لیږو.»
یاد ځوان څرګنده کړه چې په پیل کې یې کار په خپل شخصي لګښت د شاوخوا اته نیم کیلوګرامه غرنۍ ونو او بوټو د تخمونو او دانو په پېرلو پیل کړ، خو د خلکو له پراخ هرکلي او همکاریو سره مخ شو.
نجفيزاده خپل فعالیتونه ډیری په ټولنیزو شبکو کې خپروي او د تخمونو د راټولولو او د غرنۍ ونو د کرلو په اړه معلومات وړاندې کوي.
د چاپېریال او معیشت تړاو
د دایکنډي اوسېدونکو لپاره د غرنیو ځنګلونو احیا یوازې یوه چاپېریالي اړتیا نهده، بلکې د هغوی ورځنیو اړتیاوو پورې تړلي. دغه غرنی ولایت چې د خلکو اقتصاد یې پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی، د څرځایونو او غرنیو وښو د ځینو برخو په له منځه تللو د مالدارۍ د کمېدو او د څارویو د خوراکي توکو د تامین په برخه کې له ستونزو سره مخ شوی دی.
د چاپېریال ساتنې برخې دغه فعال ځوان وایي: «که ځنګلونه او څرځایونه احیا شي، نه یوازې محلي کوچني اقتصادونه ورسره پیاوړي کېږي، بلکې کلي به لا باثباته شي او پر ښارونو د کډوالۍ فشار هم کمېږي.»
نجفيزاده دغهراز زیاتوي چې د غرنیو ځنګلونو او څرځایونو نشتوالی د کلیو کمزوری اقتصاد لا ډېر اغیزمنوي او خلک د څارویو د ساتلو او د لبنیاتو د ترلاسه کولو توان له لاسه ورکوي.
د نجفيزاده کمپاین نن یوازې یو کوچنی حرکت نهدی، بلکې د ډېرو خلکو لپاره الهام بښونکی شوی. هغه وایي چې د زرغونتیا د احیا ترڅنګ یې موخه دا ده چې خلک باور وکړي مثبت بدلون له کوچنیو فردي هڅو پیل کېږي.
هغه ټینګار کوي: «که نن بومي ونې احیا نهکړو، سبا به د ځمکو له تخریب او د اوبو له ناورین سره مخ شو. د غرونو زرغونول یو داوطلبانه کار نهدی، بلکې د افغانستان د بقا لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.»
د زرغون راتلونکي له کمپاین هرکلی
دایکنډي کې له زراعت پوهنځي فارغ شوی میثم حیدري د «زرغون راتلونکي» له کمپاین څخه هرکلی کوي او وایي چې غرنۍ ونې د غرونو د زرغونتیا یوازینی لار ده.
هغه څرګندوي چې دغه ونې نه یوازې د خاورې له خرابېدو او د دوړو له ډېرېدو مخنیوی کوي، بلکې د ګټورو میوو په تولید سره کولای شي د ځایي خلکو لپاره یوه مهمه اقتصادي سرچینه هم وګرځي.
د هغه په باور، د یادو ونو له ډلې د «غرني بادامو» ونې تر ټولو مقاومې دي؛ ځکه په هغو سیمو کې چې اوبه کمې وي هم وده کوي، دوامداره اوبو ته اړتیا نهلري او څو کاله وروسته حاصل ورکوي.
نوموړي زیاته کړه: «که موږ نن بومي ونې بیا احیا نه کړو، په راتلونکي کې به دښتې شاړې او غرونه وچ شي، ځمکې له حاصله ولوېږي او اوبه به کمې شي. د غرونو شنه کول یوازې یو داوطلبانه کار نه دی، بلکې د افغانستان د پایښت او دایمي پرمختګ لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.»
د کرنې برخې دغه لوستی له ټولو غواړي چې د «زرغون راتلونکي» له کمپاینه د الهام اخیستو له لارې د هېواد د ځنګلونو په بیا احیا کې ونډه واخلي.
ورته مهال، د «زرغون راتلونکي» کمپاین یو شمېر رضاکاران باور لري چې د غرونو د ځنګلونو او څرځایونو بیا احیا د سالم ژوند او پایداره چاپېریال لپاره یو اساسي کار دی.
ارش چې له یادو رضاکارانو یو دی او د ټولنیزو شبکو له لارې د کمپاین فعالیتونه خپروي وايي: «موږ ټول باید په دغه کمپاین کې برخه واخلو؛ ځکه دغه هڅه نه یوازې په ځايي اقتصاد په وده کې مرسته کوي، بلکې زموږ د چاپېریال راتلونکی هم تضمینوي.»
د غرني بادامو ارزښت
یوه له هغو ونو چې په دغه کمپاین کې ورته ډېره پاملرنه شوې، غرني بادام دي. دا ونې د وچکالۍ او کمزورې خاورې پر وړاندې ډېرې مقاومې دي او لا هم د دغه ولایت په ځینو سیمو لکه د شهرستان ولسوالۍ په «ورس» کلي کې په محدود شمېر کې پاتې دي.
ارش چې د همدغه کلي اوسېدونکی دی وايي، دا ونه د خاورې د خرابېدو مخنیوي، د دښتو رامنځته کېدو پر وړاندې مبارزې، د ژوندي موجوداتو د تنوع پیاوړتیا او سختو شرایطو سره د سازګارۍ له امله ډېر چاپېریالي ارزښت لري او د طبیعي سرچینو په بیاراژوندۍ کېدو کې مهم رول لري.
هغه څرګنده کړه، په ورس کلي کې د غرني بادامو ونې نه یوازې د محلي اقتصاد په ښه کېدو کې مرسته کوي، بلکې طبیعي سرچینې او چاپېریال هم ورسره خوندي کېږي.
ملاتړ او هیله
د دایکنډي د چاپېریالساتنې اداره هم د «زرغون راتلونکي» کمپاین هرکلی کړی او وايي، دا یو رضاکارانه، ګټور او اغېزناک حرکت دی او د غرني ځنګلونو د بیا احیا لپاره ډېر هیله بښونکی دی.
د دې ادارې ویاند عارف صدیقي وايي، غرني ځنګلونه او څرځایونه د واورو او باران د جذب، د سېلابونو او واورې ښویېدنو د کنټرول، د مالدارۍ لپاره د وښو او د شنه چاپېریال برابرولو له امله ډېر ارزښت لري او له همدې امله دوی تل د دې ډول کمپاینونو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه: «دغه ډول کمپاینونه له چاپېریالي پلوه ډېر مهم دي؛ ځکه د چاپېریال ساتنه یو ګډ مسوولیت دی او هر وګړی رول پهکې لري، دوی هم عامه پوهاوی زیاتوي او هم هغه تخمونه چې له چاپېریال سره سازګار دي، په عملي توګه وېشي، که دغه ځنګلونه بیا راژوندي شي، د دایکنډي چاپېریال لپاره به یوه د عطف نقطه وي.»
صدیقې دغهراز وویل چې په دایکنډي کې له ۵۰ سلنه ډېر غرني ځنګلونه او څرځایونه د وچکالۍ، د خلکو بېپروایۍ او د ناپوهۍ او ناسمې استفادې له امله له منځه تللي او د غرني ځنګلونو بیا راژوندي کول یوه ډېره جدي اړتیا ده.
هغه څرګنده کړه چې د خلکو او رضاکارانو له لارې د چاپېریال د وضعیت ساتنه او ښه کول د دایکنډي د چاپېریال ساتنې له پروګرامونو دي.
دا په داسې حال کې ده چې دایکنډي یو غرنی ولایت دی او د پوهانو په وینا، د دغه ولایت په ډېرو غرونو کې ځنلګونه او څرځایونه د اقلیمي بدلونونو او د خلکو د نه همکارۍ له امله له منځه تللي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP