Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران د اټومي تاسیساتو د څار او پلټنې بهیر د بیا پیل پرسر نوې هوکړه وشوه

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۴): ایران او د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس د مصر په کوربه‌توب په یوه درې‌ اړخیزه ناسته کې د ایران د اټومي تاسیساتو د څار او پلټنې بهیر د بیا پيل په اړه یوې نوې هوکړې ته رسېدلي دي.

دغه هوکړه‌ د قاهرې په درې‌ اړخیزه ناسته کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي، د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس عمومي مشر رافایل ګروسي او د مصر د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر بدر عبدالعاطي پکې ګډون درلود، شوې ده.

رافائل ګروسي پر خپله اېکس‌پاڼه دغه هوکړه‌ د اټومي پروګرام د څار په برخه کې «پر سمه لار اړین ګام» بللی دی.

د مصر په ‌کوربه‌توب د یادې ناستې په پای کې دواړو لورو د همکاریو، څارنې او پلټنې فعالیتونو د بیا پیل لپاره د «مدالیته» په نوم هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

دا هوکړه‌ په داسې حال کې شوی چې ځینو اروپایي هېوادونو ګواښ کړی چې که تهران همکاري ونه کړي، هغه بندیزونه به بیا پلي کړي، کوم چې د ۲۰۱۵ اټومي تړون له مخې لغوه شوي وو.

ورته مهال، سیدعباس عراقچي خبرداری ورکړی چې که د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بېرته پلي کولو لپاره هر ډول هڅه وشي، ښايي ایران له دغه نوې هوکړې په شا شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.