Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر یمن د اسرائیلو هوايي بریدونه؛ لږ تر لږه ۳۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۴): د قطر پر پلازمېنه دوحه له برید یوه ورځ وروسته اسرائیلي الوتکو د یمن پلازمېنه صنعا ښار او د دغه هېواد الجوف ولایت بمبار کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۳۰ نور ټپیان دي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، اسرائیل تېره ورځ (چهارشنبه) پر یمن سخت هوايي بریدونه وکړل؛ دغه بریدونه څو ورځې وروسته له هغې پېښې کېږي چې حوثیانو د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله د اسرائیلو یو هوايي ډګر په نښه کړ.

راپور کې د حوثیانو تر ادارې لاندې د یمن د عامې روغتیا وزارت له قوله راغلي، په یادو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.

سرچینې لیکلي چې ډېری قربانیان د یمن په پلازمېنه صنعا ښار کې دي؛ هغه ځای چې یوه نظامي مرکز او د تېلو یو تمځای په نښه شول.

په نږدې تېرو ۴۸ ساعتونو کې دا د اسرائیلو دویم لوی برید و؛ له دې مخکې دوحه کې یو هوايي برید د حماس غورځنګ د څو لوړپوړو غړو د وژل کېدو لامل شو، د دغو بدلونونو له امله په سیمه کې کړکېچونه په بې‌سارې توګه ډېر شوي دي.

بېلابېلو هېوادونو لکه قطر، ترکیې، ایران او د اسلامي همکاریو سازمان د اسرائیل وروستي بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض او د سیمې ثبات لپاره ګواښ بللی دی.

ورته مهال، د اروپایي ټولنې د کمېسیون رییس اورزولا فون درلاین وویل، په پام کې لري د غزې په تړانګه کې د جګړې له امله د اسرائیلو پر وړاندې بندیزونه او د سوداګرۍ یوې برخې ځنډېدل وڅاري؛ دغه اقدام به د اسرائیل نړۍواله انزوا لا ډېره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.