Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

فاریاب (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د فاریاب د پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ د نږدې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د فاریاب د پوهنې رییس مولوي حمیدالله ارشاد نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده ودانۍ د قیصار ولسوالۍ د نجونو «بیرکه» ښوونځي لپاره د ۱۹،۹۵ میلیون افغانیو په لګښت د ناروې هېواد په مالي مرسته د «دارت» موسسې له لوري جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې چې ۱۳ درسي خونې، اداري شعبه، د لابراتوار خونه، د ساتونکي خونه، د برېښنا لمریز سیسټم، د څښاک پاکو اوبو څاه، ۲۳۴ مېزونه او چوکۍ، د تشناب لپاره ۱۰ غرفې، د ماشومانو لپاره د لوبو ډګر او ۲۲۴ متر احاطوي دېوال لري.

د ارشاد په وینا، د یادې ودانۍ ګټې اخیستنې ته په سپارل کېدو ۴۴۸ زده‌کوونکو ته د زده‌کړو خوندي چاپېریال برابر شو.

ورته مهال، د یاد ښوونځي د یوې زده‌کوونکې پلار سید عبدالله د نوې ودانۍ له پرانیستل کېدو خوښي څرګنده کړه ویې ویل چې لورڼې به یې د مناسب ځای او درسي ټولګیو نشتوالي له امله په اوړي او ژمي کې تر خېمو لاندې زده‌کړې کولې.

هغه زیاته کړه چې د تېر حکومت پر مهال د میلیاردونو ډالرو نړۍوالو مرستو سربېره خپلې دې هيلې ته چې د ښوونځي لپاره د عصري ودانۍ درلودل و، نه وو رسېدلي.

هغه دغه‌راز ټینګار وکړ چې خلک به له یاد ښوونځيپه سمه توګه ساتنه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.