Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اقتصاد وزیر د افغانستان لپاره د نړۍوالې ټولنې پر انکشافي مرستو ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د اقتصاد وزیر د خوړو نړۍوال پروګرام له مرستیالې سره په لیدنه کې د یادې ادارې د بشري مرستو له امله مننه کړې او له اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو اغېزمنو خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او له قتصادي پلوه د پر ځان بسیا کېدو په موخه د بشري مرستو د دوام او د انکشافي مرستو برخه کې د نړۍوالې ټولنې پر تمرکز ټینګار کړی دی.

د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت وزیر قاري دین‌محمد حنیف د خوړو نړۍوال پروګرام له مرستیالې رانيا الداش او په افغانستان کې د دې ادارې له رییس جان اېلیف سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د اقتصاد وزیر د خوړو نړۍوال پروګرام د دفتر د بشري مرستو له امله د مننې کولو ترڅنګ د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له امله اغېزمنو خلکو ته د کار زمینو برابرېدو او له اقتصادي پلوه د پر ځان بسیا کېدو په موخه د بشري مرستو د بهیر د دوام او پر انکشافي مرستو د نړۍوالې ټولنې د تمرکز غوښتنه کړې ده.»

نوموړي په دې لیدنه کې د بندیزونو لرې کېدل او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدل د خصوصي سکټور د ستونزو د حل، بهرنیو پانګونو د جلب او د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره مهم بللي دي.

هغه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ته په کتو د بېرته راستانه شوو کډوالو برخه کې د نړۍوالې ټولنې پر ونډه او ملاتړ هم ټینګار کړی دی.

بلخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیالې ویلي چې نړۍوالو مرسته‌کوونکو ته به د افغانستان د اړتیاوو روښانه انځور ورسوي څو د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه د انکشافي مرستو له لارې د اوبو کانالونو جوړول، د ښوونځیو تاسیس، د ټولنیزو خدمتونو پراختیا او د مسلکي او حرفوي زده‌کړو پروګرامونه عملي شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.