خوستښار (پژواک، ۲۳ وږي ۱۴۰۴): د خوست امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ کې شپږ کسان د جوارو پر شنه فصل د زهرجنې دوا پاشلو په تور نیول شوي دي.
د خوست د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې څو ورځې مخکې د اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ په ورزې سیمه کې د شپې مهال د یو کروندګر د جوارو پر فصل زهرجنه دوا پاشل شوې وه.
سرچیه کاږي چې د متضرر کس د عرضپاڼې له مخې شپږ شکمن کسان نیول شوي او د څېړنو لپاره د ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته معرفي شوي دي.
سرچينې زیاته کړې چې تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی روښانه شوی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP