ژبه

خوست کې شپږ کسان د جوارو پر فصل د زهرجنې دوا پاشلو په تور نیول شوي

<p style="text-align: justify;">خوست‌ښار (پژواک، ۲۳ وږي ۱۴۰۴): د خوست امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اسماعیل‌خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې شپږ کسان د جوارو پر شنه فصل د زهرجنې دوا پاشلو په تور نیول شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د خوست د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې څو ورځې مخکې د اسماعیل‌خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ورزې سیمه کې د شپې مهال د یو کروندګر د جوارو پر فصل زهرجنه دوا پاشل شوې وه.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچیه کاږي چې د متضرر کس د عرض‌پاڼې له مخې شپږ شکمن کسان‌ نیول شوي او د څېړنو لپاره د ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته معرفي شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچينې زیاته کړې چې تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی روښانه شوی.</p>

ورته موضوع