Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا عبدالغني برادر د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر سره ولیدل

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د ایران د صنایعو، سوداګرۍ او کانونو له وزیر او مل پلاوي سره لیدلي او د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې په اړه یې خبرې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن (سه‌شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې ملا عبدالغني برادر په خپل کاري دفتر کې د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر سیدمحمد اتابک او مل پلاوي سره ولیدل.

یاد معانیت څرګنده کړې، دواړو خواوو په یاده لیدنه کې د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، چابهار بندر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشترکې اقتصادي کمېټې د فعالیتونو او کارونو لا موثریت په اړه هراړخیزې خبرې کړې دي.

د ویلو ده، پرون له غرمې مخکې د سیدمحمد اتابک په مشرۍ د ایران لوړپوړی اقتصادي او سوداګریز پلاوی کابل ته راغی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان ته د یاد پلاوي سفر د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، د ستونزو او خنډونو پېژندلو او د ترانزیټ او پانګونې برخو کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.