Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې سبا (چهارشنبه) به د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان په تړاو درې میاشتنی راپور وړاندې شي.

په بیانیه کې راغلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا د افغانستان په تړاو خپل وروستی راپور وړاندې کړي.

سرچینې لیکلي چې یاده غونډه سبا چهارشنبه د نیویارک پر وخت ۱۰:۰۰ بجې ترسره کېږي.

د یادولو ده چې په افغانستان کې به د روزا اوتونبایوا ماموریت په روانه سپټمبر میاشت کې پای ته ورسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.