Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په قره‌باغ کې د خلکو په شخصي لګښت یوه روغتیایي مرکز ته ودانۍ جوړېږي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۴): د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د شاوخوا ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز لپاره ودانۍ جوړېږي.

د قره‌باغ ولسوال مولوي نورالله سعید په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د جنګلک کلینیک ډاکټرانو د سیمې د خلکو په یوه عادي استوګنځي کې د ابتدايي امکاناتو پر مټ خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کول.

هغه زیاته کړه چې د دغه کلینیک د ودانۍ له جوړېدو سره به زرګونه کسانو ته روغتیایي خدماتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

‎د دې پروژې مسوول استاد منیر گلستاني پژواک ته وویل، د دغه روغتیایي مرکز جوړولو موخه د ځایي خلکو د روغتیايي اړتیاوو پوره کول دي او ټول لګښټ یې د خلکو له لوري ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، د یاد روغتیايي مرکز ودانۍ پر ۱۸۰۰ مترمربع ځمکه په دوو پوړونو کې چې ټول اړین ملحقات به ولري، په معیاري او اساسي ډول جوړېږي.

د نوموړي په خبره، د سیمي ډېری واړه او غټ کلي له دغه کلینیک څخه ګټه واخلي او په ټوله کې به شاوخوا ۲۷ زره کسان ترې برخمن شي.

د یادې سیمې یو قومي مشر غلام سنایي وایي، پخوا د دې سیمې خلک د روغتیايي خدماتو برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

دی وایي، د دغه دولتي کلینیک د ودانۍ جوړېدو ترڅنګ به د نورو ډاکټرانو ګومارلو او روغتیایي توکو مرستې برخو کې هم جدي پاملرنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.