کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۴): د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې د «اورانوس د ودونو تالار او د هغه د تمځای» موجود قراردادونه فسخه او دا سیمه د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو د پلور مارکېټ ته ځانګړې کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې د اورانوس د ودونو تالار او د هغه د پارکیینګ موجود قراردادونه لغوه کړي او دا سیمه د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو د پلور مارکېټ ته ځانګړې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې «خلیج د ودونو تالار او ممتاز محل د ودونو تالار» باید د خپلو قراردادونو له پای ته رسېدو وروسته د کابل ښاروالۍ له اصولو سره سم فعالیت وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، په همدې ترتیب نظیف مارکېټ، د علاوالدین څلورلارې د تېلو ټانک او ظاهرشاهي مارکېټ ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوي او کرایه یې اوس مهال له نوو کرایهکوونکو اخیستل کېږي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې دا پرېکړه د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري هم تایید شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP