کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وايي چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د تېر کال همدې مودې په پرتله په صادراتو کې ۱۳.۵ سلنه او د ترانزیټ په کچه کې ۲۴.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د هیواد په ګمرکونو کي د رامنځته شوو اسانتیاوو له امله د روان ۱۴۰۴ کال په لومړیو پنځو میاشتو کي د هېواد له ګمرکونو څخه د صادراتو او بهرني ټرانزيټ په کچه کي د تېر کال همدې مودې په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
یاد وزارت لیکلي چې د تېر ۱۴۰۳ کال په پنځو میاشتو کې ۴۳ زره او ۱۱۵ محمولې صادارت شوي دي خو د روان ۱۴۰۴ کال په پنځو میاشتو کې بیا ۴۸ زره او ۹۲۸ محمولې صادرې شوې دي چې د تېر کال په پرتله ۱۳.۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
د خبرپاڼې له مخې، دغهراز د بهرني ټرانزیټ په برخه کي د روان ۱۴۰۴ کال په لومړیو پنځو میاشو کې له هیواده ۱۳ زره او ۱۹۸ محمولې ټرانزیټ شوې دي خو د تېر کال په همدې موده کې ۱۰ زره او ۶۰۱ محمولې ټرانزیټ شوی و چې د تېر کال په پرتله ۲۴.۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، ډېر صادرات پاکستان، هندوستان، قزاقستان، متحده عربي اماراتو، اوزبېکستان او ترکیې ته شوي او ترانزیټ بیا پاکستان، اوزبيکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران ته شوی دی.