Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د نيزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې په  دغه ولایت کې د ۱۴ لوبډلو د ۱۲۰ اس‌لرونکو لوبغاړو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نیزه‌وهنې په دغو سیالیو کې د غزني د شپږو ولسوالیو ۱۲ او د میدان‌وردګو دوو لوبډلو ګډون کړی و.

‎هغه زیاته کړه، دغه ټورنمنټ د نيزه‌وهنې اړوند فدراسیون په همکارۍ او د غزني ولایت د بدني روزنې، ورزش او المپیک امریت په همغږۍ ترتیب او تنظیم شوی و.

د نوموړي په وینا، په پایلوبه کې د اندړو ولسوالۍ د فتح‌محمد شلگروال لوبډلې لومړی، د ولي‌محمد خاکسار لوبډلې دویم او د قره‌باغ ولسوالۍ لوبډلې درېیم مقامونه وګټل.

بلال مجاهد وویل چې دغه سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ رامنځته کېدو، د نيزه‌وهنې محلي لوبې ته د ودې ورکولو او د سیمې ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې.

ورته مهال، د نيزه‌وهنې لوبغاړي په دغه ولایت کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي.

یو لوبغاړی محمدفاروق وايي چې نيزه‌وهنه په غزني کې یوه پخوانۍ او لرغونې لوبه ده.

نوموړي زیاته کړه: «حکومت دې د نيزه‌بازانو لپاره امکانات برابر کړي او هم دې د هغوی د اسونو ساتلو او روزلو لپاره شرایط په پام کې ونیسي.»

د یادونې ده، نزه‌بازي نه یوازې په غزني، بلکې په نږدې ټول هېواد کې له ډېر پخوا راهیسې دود ده او غزني بیا په دې برخه کې ځانګړی شهرت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.