غزنيښار (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۴ لوبډلو د ۱۲۰ اسلرونکو لوبغاړو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نیزهوهنې په دغو سیالیو کې د غزني د شپږو ولسوالیو ۱۲ او د میدانوردګو دوو لوبډلو ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه، دغه ټورنمنټ د نيزهوهنې اړوند فدراسیون په همکارۍ او د غزني ولایت د بدني روزنې، ورزش او المپیک امریت په همغږۍ ترتیب او تنظیم شوی و.
د نوموړي په وینا، په پایلوبه کې د اندړو ولسوالۍ د فتحمحمد شلگروال لوبډلې لومړی، د وليمحمد خاکسار لوبډلې دویم او د قرهباغ ولسوالۍ لوبډلې درېیم مقامونه وګټل.
بلال مجاهد وویل چې دغه سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ رامنځته کېدو، د نيزهوهنې محلي لوبې ته د ودې ورکولو او د سیمې ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې.
ورته مهال، د نيزهوهنې لوبغاړي په دغه ولایت کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي.
یو لوبغاړی محمدفاروق وايي چې نيزهوهنه په غزني کې یوه پخوانۍ او لرغونې لوبه ده.
نوموړي زیاته کړه: «حکومت دې د نيزهبازانو لپاره امکانات برابر کړي او هم دې د هغوی د اسونو ساتلو او روزلو لپاره شرایط په پام کې ونیسي.»
د یادونې ده، نزهبازي نه یوازې په غزني، بلکې په نږدې ټول هېواد کې له ډېر پخوا راهیسې دود ده او غزني بیا په دې برخه کې ځانګړی شهرت لري.