Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات صنعتي ښارګوتي کې د څه باندې ۶۲ میلیون ډالرو په پانګونه لسو کارخونو فعالیت پیل کړ

هرات (پژواک، د تلې لومړس نېټه ۱۴۰۴): د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د څه باندې ۶۲ میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه ۱۰ نوې تولیدي کارخونې جوړې او پرانیستل شوې چې د درملو، خوراکي توکو، لبنیاتو، فرش او اوړو په دغو تولیدي کارخونو کې سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د «اروین فارمان» شرکت عمومي مدیر عبدالله دیان له پژواک اژانس سره خبرو کې وویل چې د درمل جوړولو برخه کې یې شاوخوا ۸ میلیون امریکايي ډالر پانګونه کړې ده.

د هغه په خبره، اوس مهال ۷۸ قلمه درمل لري او په نږدې راتلونکي کې به دغه انداره ۱۵۰ قلمو ته لوړه کړي.

هغه زیاته کړه چې په دې کارخونه کې۸۰ کسانو ته په مستقیم او ۱۰۰۰ کسانو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې او په ۲۸ ولایتونو کې نماینده‌ګۍ لري.

نوموړي د ځمکې کمښت د خپل کاروبار پر وړاندې یوه جدي ستونزه یاده کړه او له حکومته یې وغوښتل څو د صنعت‌کاراتو د اړتیاوو پوره کولو لپاره دوی ته نورې ځمکې هم ووېشي.

بلخوا، د «هرات باختر» د فرش تولیدي شرکت مدیر نبي‌الله عظیمي پر دغه شرکت پنځه میلیون ډالر پانګونې ته په اشاره وویل چې ۵۰ کسانو ته یې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې او په خبره یې، په یوه شپه او ورځ کې یه ۳۵۰۰ تر ۴۰۰۰ متره موکت فرش تولیدوي چې د میاشتني تولید کچه یې ۱۰۰ زره مترو ته رسیږي.

عظیمي تینګار وکړ چې پانګه‌وال باید د صنعت په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي او یوازې تر بوې برخې محدود نه ‌شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د یادو نوو کارخونو پرانیستل د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره یو مثبت ګام بولي او وايي چې دغه چاره د کاري فرصتونو برابرېدو، د بې‌کارۍ کچې ټیټېدو، د داخلي تولیداتو ډېرېدو، له وارداتو د مخنیوي او هېواد ته د ټکنالوجۍ د رالېږد لامل کېږي.

یوه کارپوه ګلاب حیدري د دغه مطلب په بیانولو وویل چې د فابریکو پرانیستل کېدل، لومړی د بې‌کارۍ کچه ټیټوي او وروسته ملي عواید زیاتوي.

په همدې حال کې، د هرات د صنعت او کانونو خونې رییس محمدناصر امین هم د ځمکې کمښت د صنعت‌کاراتو له اساسي ستونزو وباله او ټینګار یې وکړ چې د صنعتي ځمکې برابرول د تولیداتو د پراختیا لپاره یوه بیړنۍ اړتیا ده.

د هغه په خبره، یادې ۱۰ فابریکې د درملو، خوراکي توکو، لبنیاتو، فرش، اوړو او نورو محصولاتو د تولید برخه کې په فعالیت پیل کړی او څه باندې ۶۲ میلیون امریکايي ډالر پانګونه پرې شوې ده.

ورته مهال، د هرات والي مولانا نوراحمد اسلام‌جار د دغو فابریکو له پرانیستې د هرکلي ترڅنګ وویل چې ځايي اداره هڅه کوي څو په دغه ولایت کې د سوداګرو او پانګونو د ملاتړ په برخه کې لار ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کلونو کې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د فابریکو جوړولو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او دمګرۍ په دغه ښارګوټي کې نږدې ۱۲۰۰ کارخونې د بېلابېلو توکو د تولید برخه کې فعالیت کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.