کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د شرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره د مخه ښې لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان هڅه کوي څو افغان کډوالو او زلزلهځپلو ته لا ډېرې مرستې برابرې کړي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د اوتانبایوا دنده څه موده مخکې پای ته ورسېده.
سرچینې زیاته کړې چې په دې کتنه کې اوتانبایوا اړمنو خلکو ته د مرستو د وېش او د دواړو لورو ترمنځ د همغږۍ په ټینګښت کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر له مسوولینو سره د اسلامي امارت د چارواکو همکاري ستایلې او ویلي یې دي چې د خپل درې کلن ماموریت په لړ کې له افغانستان او افغانانو ښې خاطرې لري.
هغې د خپلو خبرو په دوام له افغانانو، په ځانګړي ډول کډوالو او د کونړ له زلزلهځپلو سره د دغه سازمان د بشري همکاریو د دوام یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان مسوولین هڅه کوي کډوالو او زلزلهځپلو ته لا زیاتې مرستې برابرې کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، په یاده لیدنه کې په انکشافي چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي اندریکا راتوته ویلي، دغه سازمان تر اوسه د کونړ زلزلهځپلو ته د پام وړ مرستې رسولې او دا چې ژمی په رانږدې کېدو دی، لازمه ده هغوی ته د سرپناه برابرولو برخه کې فوري اقدامات وشي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د روزا اوتونبایوا د خدماتو د قدرداني پر مهال نوموړې ته د بریالیتوب هیله کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ډېر اړمن خلک شته او لازمه ده چې دې برخې ته مسوول او نړۍوال بنسټونه پاملرنه وکړي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال په بېلابېلو برخو کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسلامي امارت له لوري د وړاندې شوو خدماتو یادونه وکړه او له نړۍوالو مسوولینو یې غوښتي چې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP