کندهار (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۴): کندهار کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې یو کس د خپل خسر له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د کندهار د سپینبولدک د اطلاعاتو امر حافظ حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ (چهارشنبه) د دې ولسوالۍ د شهید بازار سیمه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې مقتول د پاپړو کاروبار کاوه.
د نوموړي په خبره، قاتل نیول شوی او ادعا یې کړې چې تېر کال یې زوم خپله مېرمن چې د ده لور کېده وژلې وه، نو ځکه یې هغه وواژه.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، دواړه کورنۍ د اروزګان ولایت اوسېدونکي دي، خو اوس په سپینبولدک کې ژوند کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP