Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امید پروان کلب د پروان د تکواندو لومړي پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه

چاریکار (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۴): د تکواندو لومړی پړاو سیالۍ د پروان ولایت په کچه د شاوخوا ۱۰۰ ورزشکارانو په ګډون د «دوستۍ جام» تر سرلیک لاندې ترسره شوې او د امید پروان کلب د اتلولۍ مقام خپل کړ.

یادې یو ورځنۍ سیالۍ پرون ماښام د پروان د مرکز چاریکار په ورزشي جمنازیوم کې پای ته ورسېدې.

د پروان د بدني روزنې او ورزش امر عبدالظاهر خالقیار مجاهد وايي چې ورزشکارانو د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه په دغو سیالیو کې ګډون کړی و.

نوموړي زیاته کړه، دا سیالۍ د تکواندو فدراسیون د استازولۍ او د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د ورزش د ودې او پراختیا او د ځوانانو د هڅونې په موخه د کم‌عمره او نوو ځوانانو په دوو سني کټګوریو کې ترسره شوې.

د نوموړي په وینا، په دې سیالیو کې د امید پروان کلب د لوړ امتیاز په اخیستو لومړی مقام، د ستوري کلب دویم مقام او د احمدي کلب درېیم مقام ترلاسه کړ.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته د سپورټ مسوولینو له خوا کپونه، مډالونه او د ستاین‌لیکونه ورکړل شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.