Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان او دایکنډي کې ترافیکي پېښې؛ دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوي

شبرغان (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۴): ځايي مسوولین وايي چې په جوزجان او دایکنډي ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د ماشومانو په ګډون ۷ نور کسان ټپيان شوي دي.

د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه پنځه کلن ماشوم ژوند بایللی او دوه نور ماشومان ټپيان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې  یاده پېښه د دغه ولایت د اقچې ولسوالۍ په «څلورسړکه» سیمه کې شوې ده.

د هغه په خبره، د ټپيانو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی او ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ورته مهال، د دایکنډي ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز نیلي ښار اړوند په «غدار» کلي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوې ۱۹ کلنې نجلۍ ژوند له لاسه ورکړی او د درېیو ښځو او دوو نارینه‌وو په ګډون پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌علي جاوېد وايي، یاده پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته له سړکه د یوه کرولا موټر وتلو له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

نوموړي د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.