Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۴): تېره اونۍ، پاکستان پر کابل او پکتیکا هوایي بریدونه وکړل، د افغانستان ملي دفاع وزارت وویل چې عواقب به یې د پاکستان د پوځ پر غاړه وي، هند وویل چې په کابل کې به خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړي او مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډه کې تر ګډون وروسته هند ته تللی دی.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • پر کابل او پکتیکا د پاکستان هوایي بریدونه؛ د افغانستان ملي دفاع وزارت: عواقب به یې د پاکستان پوځ ته راجع وي.
  • هند: په کابل کې به خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړو.
  • متقي د مسکو فارمټ غونډه کې: سیمه باید بیا د تېرو محاسبو او نیمګړو پالیسیو له امله د ناامنۍ قرباني نه شي.
  • د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ازادو زونونو سازمان نړۍوال کانګرس کې ګډون وکړ.
  • نړۍوال بانک: د افغانستان، منځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان اقتصاد د مثبتې ودې پر لور روان دی.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی

تېره اونۍ د کورنيو چارو وزارت ویلي وو چې د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر کابل کې په یوه برید کې ټپي شوی دی.

دغه راز، تېره اونۍ بلخ کې ځايي چارواکو وویل چې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او یوه غله ترمنځ نښته شوې چې یاد غل پکې وژل شوی دی.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د پاکستان هوايي بریدونه

تېره اونۍ د پنج‌شبنې په شپه کابل ښار کې چاودنه وشوه؛ د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي و چې په کابل ښار کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی او په اړه یې پلټنه روانه ده.

وروسته ځینو سرچینو وویل چې دا د پاکستان هوایي برید و.

دغه‌راز، سیمه‌ییزو سرچینو پژواک ته ویلی وو چې پاکستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ مرغی بازار بمبار کړی چې له امله یې درې هټۍ سوځېدلې خو ځانې تلفات نه لري.

وروسته د افغانستان د ملي دفاع وزارت وویل: «یو ځل بیا پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقض کړ، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیکا په مرغی ساحه کې یې په یوه ملکي بازار بمبار وکړ او د کابل پلازمینې قلمرو یې هم نقض کړ… که له دې اقداماتو وروسته وضعیت هرڅومره ترینګلی کېږي، عواقب به یې د پاکستان پوځ ته راجع وي.»

د پاکستان د پوځ ویاند احمدشریف چودري تېره ورځ په کابل کې د یادې چاودنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې پرته له دې چې ډېر جزئیات ورکړي، وویل: «د پاکستان د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.»

هغه ادعا کړې وه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي، خو د افغانستان اسلامي امارت په وار وار دا ډول ادعاګانې بې‌بنسټه بللي او ویلي یې دي چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي.

د پژواک د تېرې (جمعې) ورځې د راپور له مخې، افغانانو د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه په سختو ټکو وغندل او ویل یې چې د تل په څېر به د هر یرغلګر پر وړاندې ودریږي.

د پاکستان یاد بریدونه په داسې حال کې شوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي تېره اونۍ هند په رسمي سفر تللی دی.

د راپورونو له مخې، متقي د هند د بهرنيو چارو له وزیر ایس جي‌شنکر سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي: «خوښ یم چې نن په ډیلي کې یم او دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل تفاهم زیات او پیاوړی کړي او په دې اړیکو کې به یو نوی فصل پرانیزي. موږ هیله لرو چې افغانستان او هند به په رسمي کچه او په بېلابېلو برخو کې خپل تعاملات او تبادلې زیاتې کړي. موږ هیله‌مند یو چې د مذاکراتو او خبرو له لارې وکړای شو د خپلمنځي تفاهم کچه لوړه کړو.»

دغه راز، جي‌شنکر ویلي چې هند په بشپړه توګه د افغانستان حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته ژمن دی، د دواړو هېوادونو نږدې همکارۍ به د افغانستان له ملي پرمختګ او دغه راز له سیمه‌ییز ټيکاو سره مرسته وکړي.

هغه ویلي: «د دې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره ویاړم چې نن په کابل کې سفارت ته د هند د تخنیکي ماموریت د کچې د لوړېدو اعلان کوم.»

روسیه کې د مسکو فارمټ غونډه

تېره اونۍ (سه‌شنبه)، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه مشورتي ناسته مسکو کې جوړه شوه چې د افغانستان د امنیت، ثبات او له دغه هېواد سره د همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه په کې بحث او خبرې وشوې. په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، تاجیکستان، ترکمنستان، اوزبېکستان او قرغیزستان استازو ګډون درلود.

د مسکو د فارمټ غړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې دا هېوادونه له افغانستانه د یوه خپلواک، متحد او سوله‌ییز هېواد په توګه ملاتړ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌لاوروف دغه غونډه کې د سیمې د ثبات او امنیت پر اهمیت ټینګار کړی او په افغانستان کې یې د بهرنیو د پوځي حضور په تړاو خبرداری ورکړ او هغه یې د افغانستان او سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره ګواښ بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار، وار ویلي چې د بګرام هوایي ډګر ورته ځکه ډېر مهم دی چې له چین سره ډېر لنډ واټن لري. هغه ویلي وو چې که بګرام هوایي اډه بېرته امریکا ته ونه سپارله شي، “بدې پېښې” به رامنځته شي.

اسلامي امارت په دې اړه په غبرګون کې ویلي چې د تېرو ناکامو تجربو پر ځای دې پر عقلانیت ولاړې تګلارې غوره شي.

سرچینې زیاته کړې: «د دوحې په هوکړه‌لیک کې امریکا ژمنه کړې چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه کوي، نو په کار ده چې دوی خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.» افغان چارواکو ویلي چې د افغانستان یو اېنچ خاوره به هیڅ هېواد، په ځانګړي ډول امریکا ته و نه سپاري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له لویديځو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او د دغه هېواد د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ غونډه کې ویلي، د سیاسي تعامل لار له افغانستان سره د اړیکو یواځنی انتخاب دی، ا.ا له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي اړیکې غواړي، د افغانستان له خاورې هیچا ته ګواښ نشته، له ناامنۍ د ځورېدونکو هېوادونو مسوولین باید خپل مسوولیت په خپله اوږه واخلي.

د راپورونو له مخې، په روسیه کې د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د چین، ایران، روسیې او پاکستان ځانګړو استازو څلور اړخیزه ناسته کړې او د یوه باثبات، خپلواک او سوله‌ییز افغانستان د ملاتړ ترڅنګ یې ویلي چې دغه هېواد باید له بهرنۍ لاس‌وهنې پاک وي.

د ازادو زونونو سازمان نړۍوال کانګرس

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په چین کې د ازادو زونونو سازمان په نړۍوال کانګرس کې په خپله وینا کې د اقتصاد او سوداګرۍ ودې او پایښت‌لرونکې پراختیا ته د رسېدو برخو کې د ازادو اقتصادي زونونو پر اساسي رول ټینګار کړی دی.

هغه په ​​افغانستان کې د ځانګړو اقتصادي زونونو د پراختیا لپاره عملي حل‌لارو ته په اشارې سره ویلي چې د ډیجیټلي زیربناوو پراختیا، د خصوصي سکټور پیاوړتیا او د سیمه‌ییزې همکارۍ همغږي او پیاوړتیا په دې برخه کې اساسي محورونه دي.

اقتصادي پرمختګ

نړۍوال بانک یو تازه راپور ویلي چې د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان اقتصاد د مثبتې ودې پر لور روان دی.

د راپور له مخې، د سیمې د اقتصادي ودې کچه په ۲۰۲۴ کال کې له ۲.۳ سلنې په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۸ سلنې ته لوړه شوې او اټکل کیږي چې راتلونکی کال به ۳.۳ سلنې ته ورسیږي.

په راپور کې راغلي، د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونه یوازې هغه وخت اقتصادي ثبات تجربه کولای شي چې کاري فرصتونه زیات شي او له کاري ځواکه په بشپړه توګه ګټه واخیستل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.