کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر په چین کې د ازادو زونونو سازمان په نړۍوال کانګرس کې په خپله وینا کې د اقتصاد او سوداګرۍ ودې او پایښت لرونکې پراختیا ته د رسېدو برخو کې د ازادو اقتصادي زونونو پر اساسي رول ټینګار کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په بدلېدونکې نړۍ کې د ډیجیټلي حللارو پراساس د سوداګرۍ د بیا ارزونې په اړه د ازادو زونونو د نړۍوال سازمان غونډه د دغه وزارت د وزیر نورالدین عزیزي په ګډون ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، عزیزي په دې غونډه کې په خپله وینا کې د اقتصاد او سوداګرۍ ودې او دوامداره پراختیا ته د رسیدو لپاره د ازادو اقتصادي زونونو پر اساسي رول ټینګار کړی دی.
هغه په افغانستان کې د ځانګړو اقتصادي زونونو د پراختیا لپاره عملي حللارو ته اشارې سره ویلي د ډیجیټلي زیربناوو پراختیا، د خصوصي سکتور پیاوړتیا او د سیمهییزې همکارۍ همغږي او پیاوړتیا په دې برخه کې اساسي محورونه دي.
هغه د سیمهییزو او نړۍوالو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر پروګرامونو ټینګار کړی او د هغه په تطبیق کې یې د نړۍوالو سازمانونو رول مهم بللی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې چې په د یادې غونډې ګډونوالو هم د الکترونیکې سوداګرۍ له لارې د ازادو زونونو د پراختیا په اړه خپل نظرونه او تجربې شریکې کړې او د دوامداره پراختیا موخو د ترلاسه کولو لپاره یې د نویو ټکنالوجیو پر کارولو ټینګار کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP