کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۴): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «د مسکو فارمټ مشورتي» ناسته کې له لوېديځو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او د دغه هېواد د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي.
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه مشورتي ناسته پرون (سهشنبه) په مسکو کې ترسره شوه چې د سیمې د هېوادونو استازو پکې د افغانستان د امنیت، ثبات او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او قرغیزستان استازو ګډون کړی و او د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د لومړي ځل لپاره د رسمي غړي په توګه د مسکو فارمټ مشورتي ناسته کې ګډون وکړ.
د «مسکو ټایمز» د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې ناسته کې د افغانستان د شتمنیو پر کنګل پاتې کېدو نیوکه کړې ده.
نوموړي ویلي: «موږ له لوېديځو هېوادونو غواړو چې خپل چلند سم کړي، هغه شتمنۍ چې ضبط کړې یې دي، بېرته ورکړي او د افغانستان د بیا رغونې مسوولیت ومني.»
لاوروف د داعش ډلې او د نشهيي توکو د قاچاق پر ضد د اسلامي امارت د هڅو ستاینه هم کړې ده.
بلخوا، نوموړي په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د بهرنیو پوځي اډو جوړېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې: «تاریخ موږ ته د بهرني پوځ د لاسوهنو ناوړه پایلې ښودلې دي، موږ دا تېروتنې بیا نه شو تکرارولی.»
ورته مهال، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف خبریالانو ته ویلي چې مسکو په افغانستان کې د هيڅ پوځي اډې جوړولو پلان نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP