Language

ټرمپ: د چین پر وارداتي توکو ۱۰۰ سلنه تازه تعرفې د نومبر له لومړۍ پلې کېږي

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر وايي چې د چین پر وارداتي توکو به سل سلنه تازه تعرفې د نومبر له لومړۍ نېټې پلې شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (جمعه) پر ټروت سوشیل ټولنیزه شبکه لیکلي چې امریکا به د نومبر له لومړۍ نېټې د چین پر وارداتو ۱۰۰ سلنه اضافي تعرفه ولګوي.

د نوموړي په وینا، امریکا به د دغه هېواد د مهمو سافټ‌ویرونو پر صادراتو هم کنټرول ولګوي.

ټرمپ زیاته کړې: «امریکا به د ۲۰۲۵ کال د نومبر له لومړۍ نېټې یا له هغه مخکې پر چین ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي، پر هغو تعرفو سربېره چې اوس هم ورکول کېږي.»

د ویلو ده، په وروستیو میاشتو کې د چین او امریکا ترمنځ سوداګریز اختلافات ډېر شوي دي.