Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډاکتران: د «میرګي» ناروغۍ له خپل‌سرې او غیرعلمي درملنې باید ډډه وشي

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۴): د عقلي او عصبي ناروغیو متخصصین وايي چې «میرګي» د درملنې وړ ناروغي ده او ډاکټر ته پر وخت د مراجعې په صورت کې، پر ناروغ د ناڅاپي او تکراري حملو مخه نیول کېدای شي. د دوی په وینا، پر ناسمو او غیرعلمي باورونو تکیه، د «میرګي» ناروغۍ اغیزناکه درملنه له ستونزو او ځنډ سره مخ کوي.

د «میرګي» ناروغۍ لاملونه

په «امېري کمپلېکس» روغتون کې د رواني او عصبي ناروغیو متخصص ډاکتر محمدامان خان ابدالي پژواک خبري اژانس ته وویل، د «میرګي» ناروغي د اعصابو د ځینو رګونو د بندېدو او په غیرطبیعي توګه د مغزو د فعالیت زیاتېدو له امله رامنځته کېږي.

نوموړی وايي، پر سر وار، ټکر یا سخت لوېدل چې مغزو ته زیان ورسوي، مغزي سکته یا د مغزو دننه وینه بهېدنه، مغزي تومورونه یا د مغزو د ځینو برخو غیرطبیعي وده، د زېږون پر مهال ځینې داسې ستونزې چې د ماشوم مغزو ته زیات ورسوي، د مغزو عفونتونه لکه مننجیت، په ماشومانو کې لوړه تبه، د بدن د مهمو موادو لکه کلسیم او مګنیزیم کموالی او دغه‌راز، ارثي عوامل په میرګي د اخته کېدو لاملونه دي.

نوموړي د یادې ناروغۍ نښو ته په اشارې زیاته کړه، کله چې پر یوه کس د میرګي ناروغي حمله راشي، نو شاوخوا لس تر شلو دقیقو بې‌هوښه کېږي او بدن یې کلک او شخ پاتې کېږي.

دغه‌راز، په علي‌اباد روغتون کې د رواني او عصبي ناروغیو متخصص ډاکتر عزیزالدین الفتي وايي: «میرګي یا صرع هغه عصبي ناروغي ده چې د مغزو د برېښنايي څپو د غیرطبیعي تخلیې په پایله کې رامنځته کېږي چې له امله یې ناروغ لنډ مهال لپاره خپل هوښ له لاسه ورکوي.»

هغه چې ویل یې پر دې ناروغۍ د هر عمر لرونکي کسان اخته کېدلای زیاته یې کړه: «هغه کسان چې مغزو یې ضربه لیدلي وي، د مغز تومور لري او د کلسیم کمښت یا د شکر ناروغي لري، شاید په میرګي اخته شي.»

ایا میرګي ناروغي د درملنې وړ ده؟

ډاکتر ابدالي په دې اړه چې ایا میرګي ناروغي د درملنې وړ ده؟ وویل، هغه ناسم باورونه چې خلکو ته پیدا شوي چې ګواکې میرګي علاج نه لري او دا چې ناروغ د درملنې په موخه ملا ته بیايي، ناسم دي؛ ځکه دا ناروغي د درملنې وړ ده.

 هغه زیاته کړه: «د میرګي ناروغي د درملنې وړ ده، درملنه یې سخته نه ده، که ناروغ یوه اونۍ درمل واخلي، د بدن لړزه او ټکانونه یې ښه کېږي خو باید لږ تر لږه درې کاله درمل وکاروي څو بشپړ ښه شي.»

د نوموړي په وینا، که په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه ونه شي، له ودې پاتې کېږي.

د میرګي په اړه له ناسمو باورونو ځان وساتئ

ډاکتر الفتي وویل، ځینې خلک د دې ناروغۍ په اړه ناسم باورونه لري او هڅه کوي چې په دودیزه توګه یې درملنه وکړي، په داسې حال کې چې دا ډول درملنه بې‌ګټې ده.

هغه زیاته کړه: «ډېری ناروغان لومړی ملا ته ورځي، وایي چې جن پرې ناست یا بله ستونزه لري… ځکه د خلکو د سواد کچه ټیټه ده، څو څو حملې پرې تېریږي او کلونه په همداسې حالت کې ژوند کوي، وايي چې تعویذ مو کړئ، ان‌شاءالله حملې به یې کمې شي.»

هغه زیاته کړه: «زما څو ناروغان داسې وو چې ویل یې یو کال کېږي د میرګي حملې پرې راځي خو د کورنۍ مشرانو یې ورته ویلي وو چې جن لري، باید دم او دعا پرې وشي، ښه کېږي. څو ځلې ملا ته تللي وو خو پایله یې نه وه ورکړې.»

پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر

ډاکتر ابدالي په دې اړه وویل: «افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو کره شمېر نشته؛ ځکه تر اوسه په دې اړه کومه سروې نه ‌ده شوې، خو دا ویلی شو چې افغانستان کې د میرګي ناروغان ډېر دي، ځکه منظمه درملنه یې نه ده شوې او خلک یې په اړه کم پوهاوی لري.»

د هغه په وینا، ډېری ناروغان ماشومان او ځوانان دي؛ ځکه ماشومانو کې لوړه تبه د دې ناروغۍ خطر زیاتوي.

ورته مهال، ډاکتر الفتي وویل چې افغانستان کې هم د نورو هېوادونو په څېر د میرګي ناروغان شته؛ خو د سروې نشتون له امله یې کره شمېر معلوم نه ‌دی.

د میرګي د حملې پر مهال له ناروغ سره څنګه مرسته وکړو؟

ډاکتر ابدالي په یوه پيغام کې وویل، دا ناروغي د درملنې وړ ده او هغه کسان چې پرې اخته دي، باید ژر تر ژره منظمه درملنه پیل کړي او د عصبي او رواني ناروغیو متخصص ته ورشي.

هغه وايي، کله چې پر ناروغ حمله راشي، بې‌هوښه شي او بدن یې شخ شي، باید ژر تر ژره هغه په اړخ څملول شي. په دې حالت کې باید پاملرنه وشي چې د خپلې خولې اوبه تېرې نه کړي. دغه‌راز، په دې وخت کې باید ناروغ ته هیڅ شی خوړلو لپاره ورنکړل شي او له خپل‌سرو درملو ورکولو ډډه وشي. که حمله تر شلو دقیقو زیات دوام وکړي، باید ناروغ ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي.

هغه کورنیو ته سپارښتنه وکړه چې د ناروغ د بې‌هوښۍ پر مهال د هغه په خوله کې یوه کاچوغه کېږدي څو ژبه یې د غاښونو ترمنځ  نشي او ناروغ باید د ښې ساه کښولو په موخه په اړخ څملول شي. که د بې‌هوښۍ پر مهال یې له خولې ځګونه یا وینه راووځي، باید ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي.

د هغه ناروغ کیسه چې درمنله یې ونشوه او ژوند یې له لاسه ورکړ

د کابل یوه اوسېدونکی او پر میرګي د اخته یوه کس خپلوان پژواک خبري اژانس ته وویل: «زما د مېرمنې د خاله زوی په شپږکلنۍ کې په یوې ترافیکي پېښه کې ټپي شو او سر ته ضربه ولیده. شاوخوا یوه میاشت وروسته کله ناکله بې‌هوښه کېده، لاس او پښې یې کلکېدل. موږ هغه ډېرو ملايانو ته درملنې لپاره یوړ خو هېڅ ګټه یې ونه ‌کړه.»

نوموړي د دې په اړه چې ولې یې ډاکټر ته مراجعه ونه کړه وايي: «زموږ د کورنۍ مشرانو ویل چې جن لري چې په دم او دعا جوړ نه شي، درمل ګټه نه ‌کوي.»

د ذکي په وینا، یاد ناروغ تېره اونۍ چې د ترکاریو اخیستلو لپاره بازار ته تللی و، د میرګي حمله پرې راغله او په هماغه ځای کې مړ شوی و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.