دایکنډي (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۴): روان کال کې دایکنډي کې څه باندې ۱۶۰۰ کسانو چې شاوخوا ۴۰ سلنه يې مېرمنې دي، د سواد زدهکړو پروګرامونو کې ګډون کړی؛ له دې ډلې یو شمېر یې وايي، د لیک لوست زده کولو دوی هیلهمنې کړې دي.
رضا رباني چې د دایکنډي د پوهنې ریاست د سواد زدهکړې د مدیریت مسلکي غړی دی پژواک ته وویل، سږکال د سواد له زدهکړې بېبرخې کسانو د روزنې په موخه په بېلابېلو ولسوالیو او سیمو کې د سواد زدهکړې شاوخوا ۸۰ کورسونه جوړ شوي دي.
هغه زیاته کړه: «د یادو ۸۰ کورسونو له ډلې ۱۳ رضاکارانه دي او ټولټال پکې ۱۶۱۳ تنه شامل شوي دي.»
د رباني په وینا، له پاتو ولسوالۍ پرته د دایکنډي په نورو ټولو ولسوالیو او مرکز نیلي کې د سواد زدهکړې کورسونه فعال دي او د دې کورسونو په ګډونوالو کې شاوخوا ۶۰ سلنه نارینه او ۴۰ سلنه ښځې دي چې تر درېیم ټولګي پورې یې زدهکړې کړې دي.
رباني څرګنده کړه چې شاوخوا ۵۲ کسان د معارف رسمي او رضاکاره ښوونکي د دغو کسانو د روزنې دنده پر غاړه لري.
بلخوا، یو شمېر ګډونوال د سواد زدهکړې پروګرامونه د خپل ژوند د ښهوالي لپاره ګټور بولي او له اړوندو ادارو غواړي چې دا لړۍ دوام ومومي څو هغوی تر منځنۍ او لیسې کچې پورې زدهکړې وکړي.
د دایکنډي د مرکز نیلي ښار د «رباط دشت» کلي اوسېدونکې ۲۱ کلنه نازنین چې لیک لوست نهشي کولای، د زدهکړو د دغه پروګرام له پیلېدو خوښه ده او د دغه ډول پروګرامونو د دوام غوښتنه کوي.
هغه وايي: «په دغو کورسونو کې مې لیک لوست زده کړل، اوس کولای شم خپل او د کورنۍ نومونه ولیکم، متن په اسانۍ ولوستلای شم، جمع او منفي مې هم لږ لږ زده کړي دي.»
هغې زیاته کړه، د سواد زدهکړه ټولو، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره ډېره مهمه ده، کولای شي خپل ځان وپېژني، له خپل حقه دفاع وکړي او د خپل راتلونکي لپاره پرېکړه وکړي.
نازنین دغه راز وویل: «هیله لرم تر دوولسم ټولګي درس ووایم او په راتلونکي کې معلمه شم، غواړم زموږ په کلي او ولایت کې ټولې نجونې لیک لوست وکولای شي.»
نجیبالله چې د یادو کورسونو یو ګډونوال دی وویل، خوښ دی؛ ځکه دا لومړی ځل دی چې د زدهکړې زمینه ورته برابره شوې او توانېدلی چې لیک او لوست زده کړي.
هغه زیاته کړه: «د دغو کورسونو له جوړېدو ډېر خوښ یو او زموږ پر ژوند ډېر اغېز لري.»
نوموړي زیاته کړه، هیلهمند دی چې په راتلونکې کې هم داسې پروګرامونه جوړ شي څو هغوی وکولی شي لا ډېرې زدهکړې وکړي.
بل ګډونوال محمد وویل، یوه هیله یې دا وه چې وکولی شي یوه ورځ په درسي ټولګي کې کیني او د نورو په څېر علم زده کړي.
هغه زیاته کړه: «ډېر خوښ یم، څو میاشتې یې درس راکړی، ډېر مو زده کړي، اوس لیکل کولای شم او لږ لږ کتابونه هم لوستلی شم.»
نوموړی له حکومت څخه غواړي چې د هغوی د ظرفیت د لوړولو لپاره لا ډېر پروګرامونه پیل کړي.
ورته مهال، دایکنډي کې د ښوونې او روزنې برخې یو فعال رضا ادا وایي چې د سواد زدهکړه د هر انسان له اساسي اړتیاوو څخه ده او سواد یوازې د لوستلو او لیکلو وړتیا نه ده، بلکې د درک، تحلیل او په ټولنه کې اغېزمن مشارکت دی.
هغه زیاته کړه، یو باسواده انسان نه یوازې خپل شخصي ژوند ښه کولی شي، بلکې د خپلې کورنۍ، ټولنې او هېواد په پرمختګ کې هم فعال رول لوبولی شي.
نوموړي د سواد زدهکړې یاد پروګرام د بېسوادۍ پر ضد یو مهم ګام وباله.
هغه څرګنده کړه: «کله چې دغه شمېر کسان چې کلونه له زدهکړو بېبرخې پاتې وو او اوس یې لوستل او لیکل زده کړي، په حقیقت کې د همدې شمېر خلکو فکر روښانه شوی، دغه شمېر کورنۍ باخبره شوې او کولی شي په خپل ورځني ژوند کې غوره پرېکړې وکړي او ان د خپلو ماشومانو په ښوونه کې اغېزمن رول ولوبوي.»
یاد فعال دغهراز وویل چې له بده مرغه په دایکنډي کې د بېوزلۍ او نورو ستونزو له امله ډېری خلک د سواد له نعمته بېبرخې دي او اړتیا ده چې دې ستونزې ته رسېدنه وشي.
هغه ټنیګار وکړ چې د سواد زدهکړه د هر کس اساسي حق دی او دغه چاره پر ځان د باور زیاتېدو، د پرېکړو د وړتیا پیدا کولو او په ټولنه کې د فعالې ونډې اخیستو لامل کېږي.
هغه وویل، هغه کس چې لیک او لوست کولای شي، لږ دوکه کېږی، ښه ژوند کوي او د راتلونکي نسل په تربیه کې اغېزناک رول لوبوي.
هغه له حکومته غواړي چې له بېسوادۍ سره د مبارزې لپاره په لرو پرتو کلیو کې د سواد زدهکړو نور کورسونه به پیل کړي.
د دایکنډي لرو پرتو سیمو او سختې جغرافیې نه یوازې د ژوند بسټیزو خدماتو ته لاسرسی سخت کړی، بلکې په ځینو سیمو کې د ښوونې او روزنې پر وړاندې هم لوی خنډ ګرځېدلې ده.
د دایکنډي دغو شرایطو ته په کتو، یو شمېر ملي او نړۍوال بنسټونه د دغه ولایت د پوهنې له ریاست سره په همکارۍ په لرو سیمو کې د سیمهییزو ټولګیو جوړولو اقدام کړی دی څو له ښوونځي پاتې ماشومانو ته د سواد زدهکړې زمینه برابره کړي.
د دایکنډي د پورهنې ریاست له دې مخکې پژواک ته ویلي وو چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د سختې جغرافیې او زدهکوونکو د کمښت له امله د رسمي ښوونځیو جوړېدو امکان نه و، خو د یونیسف دفتر د سیمهییزو ټولګیو په جوړولو سره، له زدهکړو بېبرخې زرګونه ماشومان تر پوښښ لاندې راوستلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي د پوهنې ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په کچه په ۴۵۰ ښوونځیو کې شاوخوا ۱۰۶ زره او ۲۸ زدهکوونکې پر زدهکړو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP