کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۴): د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هند کې له دیوبند دارالعلوم څخه د لیدنې پرمهال ویلي چې د افغانستان دیني عالمان له دې دیني مرکز سره ژور تاریخي، فکري او عاطفي تړاو لري.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هند له ستر دیني او علمي مرکز دارالعلوم دیوبند څخه لیدنه کړې ده.
هغه لیکلي، د دې لیدنې پر مهال د بهرنيو چارو وزیر د دارالعلوم له مشرتابه، استادانو او طالبالعلمانو سره کتلي، د هغوی د دیني، تعلیمي او دعوتي فعالیتونو ستاینه یې کړې او د دواړو لورو د علمي اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی.
متقي ویلي، دارالعلوم دیوبند د اسلامي نړۍ یو له هغو بنسټونو څخه دی چې د علم، تقوا او اصلاح په ډګر کې یې مهم رول لوبولی او د افغانستان دیني عالمان له دې مرکز سره ژور تاریخي، فکري او عاطفي تړاو لري.
فطرت لیکلي، د دارالعلوم مسوولینو هم د افغانستان له اسلامي امارت سره د ورورۍ، علمي اړیکو او د دواړو ملتونو د دیني وحدت یادونه کړې او د دغو اړیکو د تداوم هیله یې څرګنده کړه او دغهراز یې یاده لیدنه د افغانستان او هند ترمنځ د متقابل تفاهم او د دیني – فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام یاد کړ.
فطرت زیاته کړې، همدا ډول د دارالعلوم دیوبند له لوري د بهرنیو چارو وزیر ته د احادیثو اعزازي سند او د فضیلت دستار ور په سر کړل شو او په پای کې دواړو لورو په علمي تبادلې او تک راتګ ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې متقي تېره ورځ ویلي و چې د هند او افغانستان د اړیکو راتلونکی ډېر روښانه ښکاري.
د یادونې ده، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ هند ته ولاړ او د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه ناسته کې یې ویلي چې له نوي ډيلي سره پر متقابل احترام او سوداګرۍ ولاړې ولسي، سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP